تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ايران شاهچراغ کې وسله وال بريد؛ ايران وايي ۱۰ بهرنيان يې نيولي دي
د ايران په شیراز کې پر شاه چراغ زيارت له برید یوه ورځ وروسته د فارس ولایت سترې محکمې اعلان وکړ چې د دغه برید په تړاو یې لس مشکوک کسان نیولي دي.
د فارس ولایت د عدليې رئیس کاظم موسوي ویلي، ټول نيول شوي "بهرني وګړي" دي.
په دغه وسله وال برید کې د "یو تن" وژل کېدل تایید شوي و. د ایران د قضايي ادارې میزان خبري اژانس په دغه برید کې د ۸ کسانو د ټپي کېدو پخلی کړی و.
ایراني چارواکي وايي وژل شوی کس غلام عباسي دی چې د شاهچراغ جومات کې "خدمت" کوي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
خو د فارس والي محمد هادي ایمانیه یې مسووليت پر "داعش" ډله ورواچاوه.
پر دغه زیارت د تېر کال اکتوبر کې هم برید شوی و چې ۱۳ کسان پکې وژل شوي او ۲۰ نور ټپي شوي وو.
د هغه برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی و.
د ایران حکومت څه باندې یوه میاشت مخکې دوه کسان پر شاهڅراغ زیارت د اکتوبر میاشت په برید کې د همکارۍ له کبله عام محضر کې په دار وځړول.
د ایران دولتي رسنیو پيل کې ویلي وو چې برید دوو کسانو کړی او دا چې څلور کسان پکې وژل شوي دي.
خو وروسته وویل شول چې بریدګر یو تن دی او په ډزو یې هم یو کس وژل شوی او اته نور ټپيان دي.
ایرانۍ رسنۍ وايي د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رییسي ځايي چارواکو سره تلیفوني خبرو کې امر کړی چې د ټپيانو درملنې لپاره دې ټول روغتیايي امکانات وکارول شي.
هغه همدا راز د دغه برید تر شا د ټولو عواملو د مالومولو او نیولو لارښونه کړې ده.
ښاغلي رییسي د ایران کورنیو چارو وزیر ته ویلي، چې د دغه برید امنیتي ابعاد وڅېړي او رپوټ یې ورکړي.
ټاکلې د ایران پارلمان کې د ملي امنیت کمېسیون هم په دې تړاو ځانګړې ناسته وکړي.
برید څنګه شوی
برید په ځايي وخت ماښام شاوخوا اووه بجې شوی.
د ایران فارس ولایت لپاره د سپاه پاسداران قوماندان یدالله بوعلي رسنیو ته ویلي چې بریدګر د بازار او د 'باب المهدي دروازې' له لوري د زیارت حرم ته ننوتی او سملاسي یې ډزې پیل کړې دي.
هغه زیاته کړې وسله وال کس د زیارت د خادمانو په همکارۍ د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی او دمګړۍ له دوی سره دی.
ښاغلي بوعلي زیاته کړې چې بریدګر شاوخوا ۲۴۰ مرمۍ درلودې خو یوازې ۱۱ ډزې یې کړې دي.
په شاهڅراغ زیارت محوطه کې د شعیه ګانو د اووم امام 'موسی کاظم' د دوو زامنو قبرونه هم دي، چې د دوی د اتم امام عليرضا وروڼه کېږي.