تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
محمد یعقوب مجاهد: د خپلو ملي ګټو لپاره ټولې نړۍ سره ښه اړېکي غواړو
محمد یعقوب مجاهد: د خپلو ملي ګټو لپاره ټولې نړۍ سره ښه اړېکي غواړو
د طالبانو حکومت دفاع وزیر وایي، له هېڅ هېواد سره پخوانۍ ناخوالې او تربګنۍ نه پالي او دا چې "دغه صفحه باید واوړو."
محمد یعقوب مجاهد زیاته کړه، د افغانستان بیا ودانولو لپاره د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو هیله لري.
هغه ویلي "هغو هېوادونو ته چې پر افغانستان یې یرغل کړی، دلته یې وحشتونه کړي، دلته یې اشغالونه کړي دي، زموږ خلک یې شهیدان کړي دی، بیا هم خپلو ملي منافعو ته په کتو، د افغانستان ګټو ته په کتو، هغوی ته هم دا پیغام لرو چې غواړو له تاسره سره پرمختګ ولرو."