تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا نوې کابینه معرفي شوه؛ لومړی ځل یوه ښځه د خزانې وزیره ټاکل شوې
د بریتانیا لومړي وزیر سر کېیر سټارمر د دې هېواد په پارلماني ټاکنو کې د کارګر ګوند له بریا وروسته د لندن ډاونینګ واټ کې د لومړي وزیر دفتر کې چارې سمبال کړې او د خپلې کابینې غړي یې معرفي کړل.
له ۲۰۱۰ کال وروسته دا د کارګر ګوند لپاره لومړی ځل دی، چې حکومت تشکیلوي.
په نوې کابینه کې ډېویډ لامې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر په توګه ټاکل شوی دی. نوموړی له دې مخکې د علی البدیل وزیر په توګه کار کاوه.
نوموړي پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي ویاړي چې د بریتانیا بهرنیو چارو او مشترکو ګټو هېوادونو د چارو وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
د مشترکو ګټو هېوادونو په نوملړ کې د بریتانیا، کاناډا، اسټرالیا، نیوزیلنډ، جمیکا، ګراناډا، پاپوانیوګیني په ګډون ۱۴ هېوادونه شامل دي.
ایوت کوپر د کورنیو چارو وزیره شوه
بریتانیا لومړي وزیر دغه راز ایوت کوپر د کورنیو چارو وزیرې په توګه معرفي کړې ده.
ایوت کوپر د کارګر ګوند له مهمو مشرانو یوه ده او د ۲۰۱۰ کال په ټولټاکنو کې د کارګر ګوند له ماتې راهیسې یې د علی البدل وزیرې په توګه کار کاوه.
نوموړې له سیاسي فعالیت پیلولو مخکې خبریاله وه او د بریتانیا په تاریخ کې لومړنۍ وزیره ده، چې د اولاد زېرون لپاره یې رخصتي اخیستې.
نوموړې له هغو بریتانوي سیاستوالو یوه وه، چې پر اسرائیل یې د ایران توغندیز بریدونه غندلي وو او دغه راز یې د هغو بریتانوي جنګي الوتکو د همکارۍ رول ملاتړ یې اعلان کړی و، چې د ایران توغندیو او ډرونونو له منځه وړلو لپاره یې لوبولی و.
دې هغه مهال بي بي سي ته ویلي و، چې د بریتانیا لپاره د اسرائیل، اردن، عراق او ټولې سیمې امنیت د بریتانیا لپاره مهم دی او د هغه وخت له لومړي وزیر ریشي سوناک یې غوښتي و، چې د ایران د دغه ډول برید تکرار پر وړاندې جدي غبرګون څرګند کړي.
ریچل ریوز په بریتانیا کې لومړنۍ ښځه چې د خزانې وزیره شوه
د بریتانیا مرکزي بانک مخکینۍ اقتصادي ماهره ریچل ریوز د بریتانیا په نوې کابینه کې د خزانې (مالیې) وزیرې په توګه ګومارل شوې ده.
دا د بریتانیا په تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده، چې د خزانې وزیرې په توګه ټاکل کېږي، چې د دې هېواد په کابینه کې یو خورا مهم وزارت بلل کېږي.
نوموړې د هغو ستونزو په هکله چې کېدای شي په راتلونکي کې ورسره مخامخ شي وویل، ژمنه نه شي کولای چې هر څه به اسان وي او په خبره یې ''یوه اوږده لاره په مخکې پاتې ده.''
نوموړې د بریتانیا نوې چانسلرې یا خزانې وزیرې په توګه له ټاکل کېدو وروسته په یوه بیان کې ویلي، د خزانې په برخه کې له ډېری سیاستونو سره مخالفه وه، خو په وینا یې هېڅکله یې شک او ګومان نه دی کړی، چې د دې وزارت کارکوونکو په څومره زیار او ژمنتیا سره دنده ترسره کوله.
نوموړې چې د بریتانیا په تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده، چې د خزانې وزیرې په توګه ټاکل کېږي، پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې ویلي، له همدې کبله د تاریخي مسوولیت احساس کوي.
نوموړې د ځوانو ښځو او نجونو لپاره چې د دې پیغام لولي لیکلي: نن دا ښيي چې دوی باید د خپل پرمختګ هیلو پر وړاندې هېڅ محدودیت و نه مني.
د دفاع نوی وزیر جان هیلي
جان هیلي بیا د بریتانیا نوي حکومت کې د دفاع وزیر په توګه معرفي شو. دی په اپوزېسیون کې د دفاعي بودیجې زیاتولو پلوی و او د بریتانوي پوځ کچې کمولو له منتقدینو یو و.
دی د بهرنیو چارو وزیر ډېویډ لامې تر څنګ له هغو کسانو یو دی، چې ټینګار کوي د کارګر ګوند حکومت د اوکرایین ملاتړ په هکله کلک هوډ لري.
دی لومړی ځل ۱۹۹۷ کال کې د بریتانیا پارلمان د غړي په توګه وټاکل شو او د ټوني بلیر او ګورډن براون په حکومتونو کې هم شامل و.
نوموړی له هغو کسانو یو و، چې په ۲۰۰۳ کال کې یې د عراق په جګړه کې یې د بریتانیا ښکېلتیا لپاره رایې ورکړه، خو په خبره یې باید د عراق ''پرلپسې دیپلوماتیکي، اقتصادي بیارغاونې او په هغه هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره لا نور کارونه شوي وای.''