تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ندا محمد ندیم: د پوهنتون سلګونه استادان بهر کې له زدکړو وروسته راستانه شوي
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بيبيسي
په داسې حال کې سبا د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو دوه کاله پوره کېږي د طالبانو حکومت وايي د پوهنتونونو سلګونه تنه استادان چې د ماسټرۍ او دکتورا پروګرامونو لپاره له هېواده وتلي وو، بېرته هېواد ته ستانه شوې دي.
د طالبانو حکومت کې د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم له زدکړو وروسته بېرته افغانستان ته د ستنو شویو استادانو شمېر شاخوا ۴۵۰ تنه ښودلی دی.
خو هغه دا نه دي ویلي، چې دغو استادانو په کومو برخو او کومو هېوادونو کې زدکړې بشپړې کړې دي.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته یوازې د کابل پوهنتون سلګونه استادان له هېواده وتلي دي.
د بېرته ستندو شویو ستادانو د هرکلي لپاره په کابل کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې بېلابېلو لوړ پوړو طالب چارواکو او د پوهنتون ګڼو استادونو په کې ګډون درلود.
په دې غونډه کې طالب چارواکو د خپل نظام پر پایښت ټینګار وکړ او له استادانو یې وغوښتل چې د تبلیغاتو په پایله کې دې له هېواده وتلو ته زړه نه ښه کوي.
په سپیدار ماڼې کې د طالبانو د سیاسي کمېسیون له لورې د پوهنتونونو ستنو شویو استادانو ته د ښه راغلاست ویلو په موخه جوړه شوې غونډه کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم دغه استادانو له دې کبله وستایل چې د ده په وینا له پراخو هڅو او تبلیغاتو سره سره خپل هېواد ته راستانه شول.
هغه وویل وزارت یې د لوړو زدکړو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه لري چې په دې لړ کې د استادانو د علمي سویې د لوړولو لپاره شاخوا ۶۵۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې او د استادانو مادي امتیازات یې لوړ کړي دي.
دغه راز د سیاسي کمېسیون غړي انس حقاني هم د دوی پرضد پر تبلیغاتو تم شو او ویې ویل د طالبانو د نظام پرضد تبلیغاتو د ده په وینا د هېواد ښو خلکو، پانګوالو، علمي کدرونو او بهر مېشتو افغانانو ته دا انګیرنه پیدا کړې چې ګواکۍ دا نظام ژر له منځه تلونکی دی.
خو په وینا یې دا فکر سم نه دی.
د طالبانو حکومت په لوړو زدکړو وزارت کې د نشراتو او عامه اړیکو مشر سلیمان شریفي د خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي چې د پوهنتونونو شاخوا ۴۵۰ استادان په بهر کې له زده کړو بشپړولو وروسته هېواد ته ستانه شوي.
خو نه ښاغلي شریفي او نه هم د طالبانو د حکومت نور سرچینو په دې تړاو څه ویلي چې دغه استادان له کومو هېوادونو ورستانه شوي دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر په جوړې شوې غونډې کې د پوهنتونونو له استادانو نه غوښتنه وکړه چې د فکري یرغل پرضد مبارزه کې ونډه واخلي او ځوانان داسې وروزي چې د انجنیري، طب او نورو مسلکونو تر څنګ، د اسلام پر اساساتو پوه وي.
په دې غونډه کې د طالبانو په حکومت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه هم د ځوان کهول د فکر جوړونې لپاره پر پراخو هڅو ټینګار وکړ او ویې ویل چې له رامنځته شوي فرصت نه باید ښه ګټه واخیستل شي.
هغه په هېواد کې شته ستونزې موقتي وبللې او د پوهنتون له استادانو نه یې وغوښتل چې د تبلغاتو پر بنسټ دې له هېواده وتلو ته زړه نه ښه کوي.
په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونو او تعلمي موسسو د ټولنې ویاند محمد کریم ناصري وايي افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خصوصي پوهنتونو یو شمېر استادان هم له هېواده وتلي و خو اوس بېرته ستانه شوي او پوهنتونو کې په تدریس بوخت دي.
هغه د دولتي پوهنتونو د ستنو شویو استادانو شمېر شاخوا دوه سوه یاد کړ.
افغانستان ته د دولتي پوهنتونونو د سلګونو استادانو د بېرته ستندنې خبر داسې مهال ورکول کېږي چې په پوهنتونو کې د مسلکي استادانو کمښت یوه لویه ستونزه بلل کېږي او ویل کېږي چې ځیني پوهنځي بیخي مسلکي استادان نه لري.
د یادونې ده چې افغانستان کې د جمهوري حکومت پرمهال یوازې په کابل پوهنتون کې نژدي ۷۸۰ تنه استادانو تدریس کاوه خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغو استادانو له نیمايي نه ډېر یې له هېواده ووتل، ځینو استادانو له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي و چې د وتلو یو اصلي لامل یې په اکاډمیک چاپیریال کې د طالبانو د حکومت لاسوهنې دي.
د یادونې ده چې افغانستان کې له تېر کال راهیسې د ښځینه وو پر لوړو زدکړو بندیز لګول شوی.
تازه د طالبانو په حکومت کې د لوړو زدکړو یوه سلاکار مولوي عبدالجبار له اسوشیټیډ پریس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د وزیرانو په ګډون د طالبانو جګپوړي چارواکي غواړي چې د نجونو ثانوي ښوونځي او پوهنتونه بېرته پرانستل شي.
خو هغه زیاته کړې چې په دې هکله وروستۍ پرېکړه به د دوی مشر مولوی هبت الله اخوندزاه کوي.
مولوی عبدالجبار ویلي دا هم معلومه نه ده چې دغه بدلون به کله راشي او کنه.
خو طالب چارواکو په بیا بیا ویلي چې د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو بندیز موقتي دی او دا بندیز تر امر ثاني پورې لګول شوی دی.