تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې چارواکي وايي، جومات کې د چاودنې له کبله له ۳۰ ډېر کسان وژل شوي
د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې چارواکي وایي، د جمعې د لمانځه پر مهال په یوه جومات کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپیان شوي دي.
د ځايي پولیسو په وینا، یوه ځانمرګي بریدګر د دې ښار ترلایي سیمه کې د شیعه ګانو جومات دروازې ته له نږدې کېدو وروسته چاودنه وکړه. عیني شاهدانو بي بي سي ته وویل، له چاودنې مخکې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي.
له پېښې وروسته په ځايي روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شو او د وینې مرستې لپاره عامه غوښتنه هم خپره شوه.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دا پېښه غندلې، ''ژوره خواشیني'' یې څرګنده کړې او د بشپړې پلټنې غوښتنه یې وکړه، چې د برید تر شا کسان ژر تر ژره وپېژندل شي.
بل لور د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دې پېښې په هکله وویل: ''د بې ګناه ملکي وګړو په نښه کول د بشریت پر ضد جرم دی''.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا ادعا وکړه، چې د دې برید تر شا هند او افغانستان لاس لري.
خواجه اصف په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې ویلي، دا خبره ''ثابته شوې'' ده چې بریدګر افغانستان ته تللی او بېرته راغلی و او دا چې ''د هند او افغانستان ترمنځ همکاري رابرسېره کېږي''.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د خواجه اصف څرګندونې ''د خواشینۍ وړ'' وبللې او په وینا یې پاکستاني وزیر ''له کوم کره ثبوت پرته په بیړه هڅه کړې چې دا پېښه افغانستان ته منسوبه کړي''.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تر دې وړاندې دا برید غندلی او د خواخوږۍ پیغام یې خپور کړی. نوموړي ویلي، دا ډول بریدونه ''له اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي''.
د هند د بهرنیو چارو وزارت هم دا برید غندلی او د مرګژوبلې له کبله یې خواخوږي څرګنده کړې ده، او هغه تورونه یې چې ګواکې هند پکې ښکېل دی ''بېبنسټه'' بللي دي.
د ځايي رسنیو په رپوټونو کې د کورنیو چارو لپاره د پاکستان د دولت وزیر مملکت، طلال چودري له قوله ویل شوي، چې مشکوک بریدګر افغان نه و.
خو نوموړي ادعا وکړه، چې څو ځله یې افغانستان ته سفرونه کړي وو. طلال چودري دا نه ده روښانه کړې چې دوی څنګه دومره ژر دغه معلومات ترلاسه کړل.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش ویاند وايي، عمومي منشي دا برید په ''تر ټولو سختو ټکو'' غندلی او غوښتنه یې کړې چې مسوول کسان ''وپېژندل شي او عدالت ته وسپارل شي''.
له دې مخکې د اسلام اباد د سیمه ییزو چارواکو په اعلامیه کې ویل شوي چې "په مختلفو روغتونونو کې د راوړل شویو ناروغانو شمېر له ۱۶۹ اوښتی دی."
د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (PIMS) روغتون مخې ته AFP عکاس ولیدل چې څو لسګونه ټپیان روغتون ته راوړل کېږي او بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د پولیسو چارواکو ویلي چې دا ځانمرګری برید و.
د اسلام آباد پولیسو ویاند د بيبيسي شهزاد ملک ته ویلي، چاودنه د امام بارګاه په انګړ کې شوې ده.
سرچینه وايي، په PIMS روغتون، پولي کلینیک او CDA روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی.
د چاودنې ځای په بشپړه توګه کلابند شوی دی.
د شهباز شریف غبرګون
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امام بارګاه کې د چاودنې د غندلو سربېره د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ته لارښوونه کړې چې پېښه په بشپړ ډول وڅېړي او عاملان یې سملاسي معلوم کړي.
"د چاودنې عاملان باید وپېژندل شي او هغوی ته باید په ریښتیني ډول سزا ورکړل شي".
هغه زیاته کړې، "په هېڅ صورت به په هېواد کې د شرارت او ناامنیو خپرېدو اجازه ورنه کړل شي".
بله خوا، د خیبر پښتونخوا خیبر سیمه کې د پاکستاني پوځ په وینا، د اورپکو او امنیتي سرتېرو ترمنځ نښته کې ۲۴ بریدګر وژل شوي دي.