ټرمپ: له ايران سره خبرې روانې دي، خو که کاميابې نشي، ښايي بد څه پېښ شي

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران په اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې ويلي چې استازي یې د ایران له حکومت سره خبرې کوي او همدا ډول یې هيله څرګنده کړه چې دا خبرې اترې به ګټورې وي.

د دوشنبې په ورځ، (۲ فبروري)، ښاغلي ټرمپ وويل، "موږ همدا اوس له ایران سره خبرې کوو او زه هیله لرم چې دا به ګټورې وي ځکه چې که دا کار ونکړي، نو ښايي یو بد څه پېښ شي."

دا څرګندونې په داسې حال کې راځي چې د نړيوالو خبري اژانسونو له خوا په راتلونکو څو ورځو کې د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي او د ډونلډ ټرمپ د ځانګړي استازي سټیو وېټکاف ترمنځ د ترکيې په استانبول کې د مستقيمې ناستې په اړه اټکلونه کېږي.

د رويټرز خبري اژانس په وينا د عراقچي او سټيو وېټکاف تر منځ ناسته ښايي د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي.

وړاندې د امریکا خبري وېبپاڼې اېګزيوز د ایران بهرنيو چارو وزارت کې د دوو سرچينو په حواله راپور ورکړی و چې ټاکل شوې عباس عراقچي او سټيو وېټکاف به د ایران د اټومي پروګرام په اړه په استانبول کې خبرې اترې وکړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي د اروپايي هېوادونو سفیران یې احضار کړي دي

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، تېره ورځ او نن د اروپايي‌ ټولنې د هغو ټولو هېوادونو استازي دغه وزارت ته احضار شوي، چې په تهران کې سفارتونه لري.

اسماعیل بقايي ویلي، دا ګام اروپايي ټولنې لخوا د ترهګرو سازمانونو نوملړ ته د سپاه‌ پاسداران ځواکونو د ورځایولو له کبله پورته شوی دی.

هغه وویل چې "موږ د اقداماتو یوه ټولګه ارزوو، ځینې غوراوي تیار شوي او پرېکړې لپاره تصمیم‌نیوکو ادارو ته لېږل شوي دي."

ښاغلي بقايي زیاته کړه: "فکر کوو چې په راتلونکو ورځو کې به د دغه غیرقانوني او ناموجه ګام پر وړاندې د ایران د متقابلو اقداماتو په اړه پرېکړه وشي."

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند تور پورې کړ چې ګوندې اروپايي هېوادونه دا وړ اقدامات د امریکا او اسرائیلو د خوشالولو لپاره کوي.‌

ښاغلي بقايي له متحدو ایالتونو سره د روانو خبرو اترو په اړه وویل: "په دې پړاو کې، مختلف ټکي تبادله شوي او موږ د هرې دیپلوماتیکې پروسې د جزئیاتو د بیاکتنې او پریکړې کولو په حال کې یو، چې هیله لرو په راتلونکو ورځو کې به پایلې ته ورسېږي."

هغه ویلي، "موږ اړتیا نه لرو چې د ډیپلوماسۍ په تړاو خپل جديت او ښه نیت ثابت کړو، دا مو ثابته کړې ده. مقابل لوري په دې برخه کې ډېرې نیمګړتیاوې او تېروتنې کړې دي."

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ روانه اوونۍ اعلان وکړ چې په سیمه کې د متحدو ایالتونو د پوځي ځواکونو له پیاوړي کېدو وروسته، ایران په "جدي مذاکراتو" بوخت دی.

هغه هیله وښوده چې خبرې اترې به یوې "د منلو وړ" پایلې ته ورسېږي.

وروسته د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني هم تایید کړه چې د مذاکراتي اډانې کار د پرمختګ په حال کې دی.

اروپايي ټولنې د تېرې اوونۍ وروستیو کې اعلان وکړ چې د ایران سپاه پاسداران یې د ترهګرو ډلو نوملړ کې شامل کړي دي.

د اروپايي ټولنې چارواکو ویلي، چې دا ګام یې د ایران د رژیم لخوا د وروستیو دولت ضد احتجاجونو د ځپنې له کبله پورته کړی دی.

د بشري حقونو ډلې د ایران امنیتي ځواکونو لخوا چې سپاه پاسداران هم په کې دي، د ډسمبر او جنورۍ میاشتو د څو اوونیو احتجاجونو پر مهال د زرګونو لاریون کوونکي د وژل کېدو اټکل کوي.‌

دا پرېکړه سپاه پاسداران ځواک، چې په ایران کې یو ستر پوځي، سیاسي او اقتصادي ځواک دی، د القاعدې او داعش په څېر جهادي ډلو سره یوه کتار کې دروي.

د دې ټولنې جګپوړې دیپلوماتې کایا کالاس په دې هکله ویلي وو د لاریونوالو دغه ''ځپنه بې‌ ځوابه نه شي پاتې کېدای."

هغې زیاته کړې وه: ''هر هغه رژیم چې خپل زرګونه خلک وژني، د زوال پر لور روان دی."

سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ایران کې د ۱۹۷۹م کال له انقلاب لږ وروسته د دې لپاره جوړ شو چې حاکم نظام وساتي. اټکل کېږي چې دغه ځواک شاوخوا ۱۹۰ زره فعال غړي لري.‌