په جاپان کې بهرني کارګر

افغانستان او پاکستان په دې هيله دي چې خپلو بې روزگارو کسانو ته له هېواده بهر د کار موقع پیدا کړي. په ځينو پرمختلليو هېوادونو کې د کار وړ کسانو لپاره اړتيا مخ په ډېردو ده. دغه هېوادونه د نړۍ له لروبره مسلکي کسانو ته هرکلى وايي. په تېرو دریو مياشتو کې د کار وړ کسانو له ډلې، په افغانستان کې ٨.٩٠ سلنه کار نه لري. په پاکستان کې بیا، ٥.٩٠ بې روزګاره دي. جاپان يو له هغو هېوادونو دى چې پخوا يې له بهره کارگر نه ورغوښتل. خو اوس چې يې د خپلو وگړيو عمرونه مخ په زياتېدو دي نو اړ شوي چې په سلگونو زره بهرنيانو ته ويزې ورکړي.