ژوندۍ پاڼه, ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند رامنځ‌ته کولو ته لېوالتیا ښودلې

ترکۍ رسنۍ وايي چې ښاغلي اردوغان لېوالتیا ښودلې چې انقره د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اوربند د بیا ټينګولو لپاره خپلې هڅې زیاتوي. په همدې حال کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه له ځينو سیمو بیا هم د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د جګړې اوومه ورځ: پر ډیورنډ کرښه کورنۍ کډې کولو ته اړ کېږي

    پر ډیورنډ کرښه مېشتو یو شمېر کورنیو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د درنو توپچي بریدونو او چاودنو له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته فکر کوي، ځکه د دواړو لورو د ځواکونو ترمنځ جګړه نن د چهارشنبې پر ورځ اوومې ورځې ته ننوته.

    د پښتونخوا ځينو اوسېدونکو ویلي چې د سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه په ماښامونو کې پیلېږي، چې له امله یې د دوی کورونه د اور پر کرښه راځي. دا نښتې ډېر وخت د لمر پرېوتو پر مهال وي، کله چې کورنۍ د روژې میاشتې روژه ماتوي.

    د تورخم دروازې ته نږدې د لنډي کوتل یوه اوسېدونکي، فرید خان شینواري رویټرز خبري اژانس ته وویل: "د ورځې پر مهال بشپړه چوپتیا وي، خو هرکله چې موږ د روژه ماتي لپاره کښېنو، دواړه لوري پر یو بل د توپونو ډزې پیل کړي." هغه زیاته کړه: "موږ په خورا ستونزمنو شرایطو کې خپله روژه ماتوو، ځکه هیڅکله نه پوهېږې چې کله به کومه مرمۍ ستا پر کور ولګېږي."

    د دغه ښارګوټي او نږدې کلیو اوسېدونکو ویلي چې په تېرو څو ورځو کې د درنو ډزو او چاودنو غږونه اورېدل شوي، چې ډېر خلک یې د کورونو پرېښودلو ته اړ کړي دي.

    د کرښې بلې خوا ته، هم د نښتو او له خپلو کورونو د کورنیو د تېښتې ورته کیسې شته. په سلګونو کسان په دښته کې تر خیمو لاندې بې ځایه شوي، په داسې حال کې چې نور بیا هیڅ پناه ځای نه لري. چارواکي وایي شاوخوا ۱،۵۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو تېښتې ته اړ شوې دي.

    د ۲،۶۰۰ کیلومتره (۱،۶۱۵ میله) اوږدې کرښې په اوږدو کې جګړه تېره یوه اونۍ کله کمه او کله زیاته شوې ده. دواړه لوري ادعا کوي چې یو بل ته یې درانه زیانونه اړولي او په جګړه کې یې پرمختګ کړی دی. بي بي سي نه ده توانېدلې د دغو تورونو خپلواک پخلی وکړي.

    د چهارشنبې په ورځ دواړو هېوادونو د درنو ډزو د تبادلې راپور ورکړی. د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې طالب ځواکونو یوه پاکستانۍ ډرون الوتکه را غورځولې او اووه سرحدي پوستې یې نیولې دي.

    د وزارت یوه ویاند وویل چې د جګړې له پیل راهیسې ۱۱۰ ملکي وګړي وژل شوي، چې ۶۵ یې ښځې او ماشومان دي، او ۱۲۳ نور ټپیان دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) تر اوسه د ۴۲ کسانو مړینه ثبت کړې ده.

    د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ دواړه شمېرې رد کړلې او ویې ویل: "پاکستان ډېر احتیاط کوي چې یوازې ترهګر او د هغوی ملاتړي تاسیسات په نښه کړي. هیڅ ملکي ځای نه دی نښه شوی."

  2. د چین سفیر له امیر خان متقي سره د افغانستان پاکستان پر کړکېچ خبرې کړي

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د افغانستان او پاکستان پر روان کړکېچ خبري کړي او خپلې اندېښنې یې اورولي دي.

    وینا پاڼه کاږي، متقي ټینګار وکړ چې افغانستان د دوه اړخیز درناوي، په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې او د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ اړیکې غواړي. هغه څرګنده کړه چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا بنسټیز اصول دي چې د سیمې د ثبات او د باور جوړونې لپاره حیاتي ارزښت لري.

    د چین سفیر له قوله ویل شوي، اوسنی حالت د اندېښنې وړ دی. هغه ویلي " ځینې بهرني عناصر د سیمې د ثبات او پرمختګ پر ضد کار کوي، خو ډاډ یې څرګند کړ چې د سیمې هېوادونه کولای شي د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ له لارې دا منفي اغېزې خنډ کړي." د چین سفیر نه ده روښانه کړې چې بهرنۍ کړۍ څوک دي او دا چې څه غواړي.

    دې لیدنه کې د اوربند او د منځګړیتوب په تړاو څه یادونه نه ده شوې.

    دا لیدنه کابل کې شوې خو د چین د منځګړیتوب څه یادونه په کې نه ده شوې

    د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت

  3. وروستی, ملګري ملتونه: د پاکستان او افغانستان د نښتو له امله په لسګونو زره افغانان بې ځایه شوي دي

    د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې دغه تاوتریخوالي په بېلابېلو ولایتونو کې د "نږدې ۲۰،۰۰۰ کورنیو د بې ځایه کېدو" لامل شوی دی.

    یادې ادارې زیاته کړې: "د بېړنیو خوړو د وېش د ځنډېدو له امله شاوخوا ۱۶۰،۰۰۰ خلک اغېزمن شوي دي،" دا په داسې حال کې ده چې په ډېری سیمو کې خلک لا دمخه له سخت اقتصادي کړکېچ سره لاس او ګرېوان دي.

  4. وروستی, د طالبانو حکومت د پاکستان پر وړاندې له کومو چاودېدونکو ډرونونو کار اخلي؟, مامون درانی او علي حسیني/بي‌بي‌سي

    بې پېلوټه

    د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره پر پاکستان د برید لپاره له ډرون یا بې پیلوټه الوتکو کار اخیستی دی. د دې اونۍ پر یکشنبې ورځ ( د مارچ لومړۍ) د طالبانو د دفاع وزارت وویل، د پاکستان دریو ښارونو کې یې پر څو ځایونو هوايي بریدونه وکړل؛ طالبان وایې دا ګام یې د پاکستاني جنګي الوتکو او ډرونونو د بریدونو په ځواب کې پورته کړی دی‌.

    دا چې د طالبانو حکومت یو بشپړ دودیز هوايي ځواک نه لري، چاودېدونکي ډرونونو ته یې مخه کړې او توانېدلی چې په دغه وسلې سره د پاکستان دننه یو شمېر سیمې په نښه کړي.

    د بي‌بي‌سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګې څېړنې ښيي چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په روانه جګړه کې له پاکستان سره، له دوو ډوله بې‌پیلوټه الوتکو چې ځینې یې ځانمرګي ډرونونه هم بولي او کواډکوپټرونو(هغه ډرونونه، چې د څلورو پروپیلرونو (پلو) په مرسته الوتنه کوي) کار اخیستی دی.

    اوکرایین کې یو پوځي کارپوه چې نه غواړي‌ نوم یې یاد شي، بي بي سي ته وویل: "د طالبانو رژیم ښايي پخپله د بې‌پیلوټه الوتکو د پرزو د جوړولو وړتیا ونه لري، خو د دې شونتیا ډېره ده، چې دغه پرزې له چین وپېري او هلته یې سره راټولې او وتړي."

  5. وروستی, ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند رامنځ‌ته کولو ته لېوالتیا ښودلې

    اردوغان او شهباز شریف

    د عکس سرچینه، ANADOLU AGENCY

    ترکۍ رسنۍ وايي چې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره ټلیفوني خبرې کړې دي او دواړه په سیمه کې د روانو حالاتو، خپل‌منځي اړیکو او امنیتي وضعیت په اړه سره غږېدلي دي.

    انادولو خبري اژانس د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر له قوله ویلي چې ښاغلي اردوغان لېوالتیا ښودلې چې انقره د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اوربند د بیا ټينګولو لپاره خپلې هڅې زیاتوي.

    ښاغلي اردوغان له ښاغلي شریف سره په خبرو کې ټينګار کړی چې ډېپلوماسۍ ته ورستنېدل او د اوربند بیا پیل په سیمه کې د تاوتریخوالي په کمولو او د ټېکاو په رامنځ‌ته کولو کې مرسته کولی شي.

    هغه ویلي چې ترکیه چمتو ده چې د دغو دواړو ګاونډیو ترمنځ د تاوتریخوالي او نښتو د ډېرېدو د مخنیوي په برخه کې د یوه منځګړي او ملاتړي رول ولوبوي.

    د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو دفتر ویلي چې د پاکستان او ترکیې مشرانو ترمنځ دا ټلیفوني خبرې پر ایران د امریکا او اسرائيلو د بریدونو او په سیمه کې یې له کبله رامنځ‌ته شوي وضعیت باندې هم ورټولې وې.

    د یادولو ده چې دې نه مخکې هم ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پلي کولو لپاره د منځګړي او د مذاکراتو د اسانچاري رول لوبولی دی. که څه هم د ترکیې په ګډون قطر او سعودي عربستان هم د دواړو لورو ترمنځ د سولې او تل پاتې اوربند رامنځ‌ته کولو لپاره هڅې وکړې خو تر اوسه یې داسې پایله نه ده درلودلې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ روانه ترینګلتیا پای ته ورسوي.

  6. وروستی, د ایران هوايي حریم له تړل کېدو وروسته د افغانستان پر فضا "د عبوري الوتنو شمېر ډېر شوی", نورګل شفق-بي‌بي‌سي، لندن

    د ویډیو تشریح، د افغانستان پر فضا د عبوري الوتنو شمېر ډېر شوی

    په داسې حال کې چې پر ایران د امریکا او اسرائيل تر بریدونو وروسته د دغه هېواد هوايي حریم تړل شوی دی، ځينو الوتنو د افغانستان فضا ته مخه کړې ده.

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې په تېرو څو ورځو کې د افغانستان پر فضا د عبوري الوتنو شمېر ډېر شوی دی.

    د دغه وزارت ویاند حکمت الله اصفي که څه هم د دغه "زیاتوالي" کچه او یا یې له کبله ترلاسه کېدونکې مالي ګټه په ډاګه نه کړه خو له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې یې وویل چې د ایران هوايي حریم تړل کېدو د افغانستان پر اسمان د عبوري الوتنو شمېر زیات کړی دی.

    د فلایټ راډار ۲۴ په نوم وېبپاڼه باندې چې په نړۍ کې شېبه په شېبه د الوتنو جریان خپروي، هم ښکاري چې د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائيلو له بریدونو وروسته الوتکې د ایران له فضايي حریمه په څنګ تېرېږي او د افغانستان پر اسمان د الوتنو ګڼه ګوڼه ډېره شوې برېښي.

  7. په کاناډا کې یو شمېر افغانانو د پاکستاني پوځ د بریدونو پر ضد لاريون وکړ

    لاریون

    د عکس سرچینه، SOCIAL

    د کاناډا په ټورنټو ښار کې د مېرمنو په ګدون یو شمېر افغانان د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته راټول شوي وو او د افغانستان پر خاوره یې د پاکستاني پوځ وروستي بريدونه چې د دوی په وینا د ملکي وګړو د مرګژوبلې سبب ګرځېدلي وغندل.

    راتولو شویو افغانانو د پاکستان هوايي بریدونه د نړيوالو اصولو خلاف کړنه وبلله او د تاوتریخوالي د سملاسي درولو غوښتنه یې کوله.

    په پای کې لاريون کوونکو یو پرېکړه لیک ولوست او پر نړيوالې ټولنې، ملګرو ملتونو امنیت شورا، د اسلامي همکاريو سازمان، اروپايي ټولنې، کاناډا او نورو سيمه ييزو هېوادونو یې غږ وکړ چې "د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د حقونو د ساتنې لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي."

    په پرېکړه لیک کې وويل شول، "موږ د پاکستان د پوځي ځواکونو هوایي بریدونه او د افغانستان پر هوايي حريم ښکاره تجاوز په کلکو ټکو غندو. دا ډول بریدونه چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې سبب کېږي، د ښه ګاونډيتوب، بشري حقونو او نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ګڼو. په استوګنيزو کورونو، ښځو او ماشومانو بریدونه جنګي جرم ګڼل کېږي او عاملين یې باید د نړيوالو قوانینو له مخې ځواب ويونکي وګرځول شي."

    په پرېکړه لیک کې د شخړې د حل لپاره پر ډېپلوماټيکو لارو چارو او خبرو اترو ټينګار وشو.

    د کاناډا تر څنګ په جرمني کې هم يو شمېر افغانانو د پاکستان هوايي بریدونه غندلي دي.

    همدا راز د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان په سمنګانو، فاریاب، جوزجان او بلخ ولایتونو کې هم يو شمېر کسان د پاکستان هوايي بریدونو پر غندنه راټول شوي وو.

    په تېرو څو ورځو کې د کونړ او پکتيکا ولایتونو تر څنګ په يو شمېر نورو سیمو د پاکستان هوایي بریدونو کې ولسي وګړو ته د مرګژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شي دي.

    پاکستان بيا وایي په بریدونه کې یې وسله وال او پوځي موخې په نښه کړې دي.

    د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستانی پوځ د تېرو شپږو ورځو شخړو پر مهال يوه بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

  8. په پکتيا او زابل ولایتونو کې د نښتو راپورونه ورکړل شوي

    د افغانستان پکتيا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ځايي اوسېدونکي وايي، د طالبانو حکومت ځواکونو او پاکستان پوځ تر منځ دلته د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې سخته نښته روانه ده.

    عيني شاهدان وايي د پاکستان پوځ توغندي د استوګنې په سيمو لګېدلي دي خو تراوسه د مرګژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

    بل پلو د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې هم د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتې راپورونه ورکړل شوي.

    د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس ادعا کوي چې په دغو نښتو کې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.

    پاکستاني لوري تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

    د طالبانو حکومت ځواکونو او پاکستان تر منځ د شپږو ورځو نښتو پر مهال دواړه خواوې يو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

  9. ذبيح الله مجاهد وايي د خواف – هرات پټلۍ له لارې د توکيو لېږد په عادي ډول روان دی

    ذبیح الله مجاهد

    د عکس سرچینه، AFP

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد وايي، له ایران سره د اورګاډي پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکیو لېږد په عادي ډول روان دی.

    نوموړي پر اېکس پانه يو لړ پوسټونو کې لیکلي، "د خواف- هرات اوسپنۍ پټلۍ له لارې د تجارتي توکو انتقالات په نورمال ډول روان دي او هېڅ ډول خنډ به کې نه دی راغلی".

    مجاهد زياته کړې، "د ایران اوسپنۍ پټلۍ د مسولينو د معلوماتو پر اساس د ایران خاوره کې د ۹۰۰ په شمېر واګونونه افغانستان ته پر لاره دي او په نورمال ډول به افغانستان ته وارد شي".

    په همدې مهال د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پوليسو ویاند عابدالله فاروقي هم ويلي چې له ایران سره پر پوله ټول بندرونه د معمول په څېر د مسافرو او موټر پر مخ پرانيستي دي او کومه ستونزه په کې نشته ده.

    ذبيح الله مجاهد په افغانستان کې له سوداګرو غوښتي چې له "موجه دليل" پرته دې د توکو بيې نه لوړوي.

    د اسرائيلو، امریکا او ایران تر منځ د جګړې له کبله د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ برخه کې د ستونزو پيدا کېدو وېره وه او له همدې کبله په افغانستان کې د ځینو توکو د بیو لوړېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

  10. پاکستان وايي یو بل سرتیری یې هم افغانستان سره جګړه کې وژل شوی

    پاکستان د سې شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان سره په روانو نښتو کې یې یو بل سرتېری هم وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي. د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ وویل چې د افغان طالبانو ځواکونو په سوېل لوېدیځ بلوچستان او شمال لوېدیځ خیبر پښتونخوا ایالتونو کې په لسګونو ځایونو کې بریدونه کړي، چې د پاکستاني ځواکونو لخوا په شا تمبول شوي دي.

    تارړ پر اېکس (پخواني ټویټر) په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د ملېشه ځواکونو (Frontier Corps) یوه سرتېري "د مورنۍ خاورې د دفاع په لار کې خپله لوړه قرباني ورکړه".

    د پولې دواړو غاړو ته کړکېچ له تېرې پنجشنبې راهیسې دوام لري او دواړه لوري پر مهمو پوستو د بریدونو ادعاوې کوي.

    پاکستاني پوځيان د ډیورنډ کرښې اوږدو کې له طالب ځواکونو سره په نښتو دي.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، پاکستان او افغانستان د تېرې پنجشنې له ورځې په جګړه کې ښکېل دي.
  11. د طالبانو حکومت د پاکستاني ډرون د نسکورولو ادعا کوي

    افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي پر ډیورنډ کرښه لا هم حالت ترینګلي دي او له پاکستاني ځواکونو سره څو ځایه خونړۍ نښتې شوي دي.

    د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر د خوست د ولایتي چارواکو له قوله رپوټ ورکړی"افغان پوله‌ساتو ځواکونو د خوست مستربل سیمه کې نن ماسپښین۲:۲۰ بجې د پاکستاني پوځي رژیم یوه کوچنۍ کشفي الوتکه په نښه او نسکوره کړې. نن سهار د لوګر د مرکز پل علم ابچکان سیمه کې هم امنیتي ځواکونو د پاکستاني پوځي رژیم یوه بې‌پیلوټه الوتکه رانسکوره کړې."

    پاکستان د طالبانو حکومت د دې ادعا په تړاو اوسه څه نه دي ویلي.

    روانو شخړو کې دواړو لورو بې پیلوټه الوتکې یا ډرون د څار او بریدونو لپاره کارولي دي.

  12. خوست کې چارواکي وايي تازه هوايي بریدونو کې ولسي مرګ ژوبله اوښتې

    د افغانستان سوېل ختیځ ولایت خوست کې ولایتي چارواکو ویلي، په ځاځي میدان او علیشیرو ولسوالۍ کې د "پاکستان هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. چارواکو ویلي، دې بریدونو کې د خلکو کورونه هم نړېدلي.

    بي بي سي ته د خوست له روغتونه د ځینو ټپیانو انځورونه هم رسېدلي چې په کې ماشومان هم لیدل کېږي.

    دې پېښه کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې رپوټ داسې مهال ورکول کېږي چې تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان کړکېچ کې د ماشومانو پر حالت اندېښنه څرګنده کړې ده.

    بي بي سي د مرګ ژوبلې د شمېر او پېښې د بڼې خپلواک پخلی نه شي کولی.

    یوه کور کې څلور تنه وژل شوي
    د عکس تشریح، خوست کې د بریدونو سیمه
  13. وروستی, ملګرو ملتونو د پاکستان بریدونو کې د ماشومانو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې

    یونیسف د هغو راپورونو له امله سخته اندېښنه ښودلې چې وایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په پایله کې د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د بې ځایه شویو یوه پنډغالي کې ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

    یو نیسف وايي "موږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) او د ملګرو ملتونو د نورو همکارو ادارو په همغږۍ د دغو راپورونو پر تاییدولو کار کوو، دا لا دمخه روښانه ده چې ماشومان درنه بیه پرې کوي."

    په ویناپاڼه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق زیاته کړې" له سختو جګړو وروسته، له هغو کورنیو چې تېر کال د افغانستان په ختیځ کې له ویجاړونکې زلزلې ژوندۍ پاتې شوې وې، ترې غوښتل شوي چې د خپل خوندیتوب لپاره سرحدي سیمو ته نږدې د بې ځایه شویو پنډغالي پرېږدي. دا پنډغالي ۱۷،۰۰۰ ژوندي پاتې شویو کسانو ته د پناه ځای، خوړو، روغتیایي خدمتونو، پاکو اوبو او حفظ الصحې، د ماشومانو لپاره د مناسبو ځایونو او بېړنیو زده کړو د چمتو کولو لپاره جوړ شوي وو، چې نږدې نیمایي یې ماشومان دي."

    یونیسف خبرداری ورکړی چې د دغو کورنیو بیا ځل بې ځایه کېده به ناوریني وي "دا د هغوی کړاوونه نور هم زیاتوي. یو ځل بیا ماشومان له هغه لږ ثباته بې برخې کېږي ترلاسه کړی یې و، او هغوی د ناروغیو، خوارځواکۍ، تاوتریخوالي او ناوړه ګټې اخیستنې له لوړو خطرونو سره مخ کېږي."

    د ملګرو ملتونو دغه ادارې له ډیورنډ کرښې پورې هم حالت ناوړه ښودلی او ویلي یې دي د جګړې له امله په ځینو سیمو کې شاوخوا ۱۳۸ دولتي ښوونځي تړل شوي او ښونیز بهیر له ګډوډۍ سره مخ شوی دی.

    یونیسف له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې له زغم کار واخلي، د ولسي وګړو ژوند وژغوري، او د نړیوالو بشري حقونو او بشردوستانه قوانینو پر بنسټ خپل مکلفیتونه پر ځای کړي او دا چې ماشومان باید په هر وخت کې خوندي وساتل شي.

  14. ویره-ترهه او د ښوونځیو تړل

    د خیبر پښتونخوا په ډېری هغو سیمو کې چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي، د ښوونځیو تړلو امر شوی دی. د افغانستان او پاکستان تر منځ له نښتو سره هممهاله ځايي اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې سخته ویره خپره ده.

    پېښور کې د بي بي سي خبریال عزیزالله خان تېره ورځ په خپل رپوټ کې ویلي، د باجوړ، مومندو او خیبر سیمو ځايي چارواکو د هغو سیمو ښونځیو تړلو امر کړی، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي او لامل یې د امنیت وضعیت یاد شوی دی.

    په لنډي کوتل سیمه کې ځايي خبریال امان علي بي بي سي ته وویل، د لنډي کوتل او زخه خېل بازار سیمې ټولې تعلیمي ادارې د مرستیال کمېشنر په امر تړل شوې دي.

    د بلوچستان وضعیت

    د افغانستان او پاکستان تر منځ د نښتو په ترڅ کې ډیورنډ کرښې ته نژدې د بلوچستان په دوو سیمو کلاسیف الله او نوشکي کې د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

    په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم په کلاسیف الله کې د یوه ځايي چارواکي له قوله چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، په بادیني سیمه کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پر یوه بل ډزې شوې دي.

    یوه ځايي اوسېدونکي ملک بشیر احمد ملازي بي بي سي اردو څانګې ته تېره ورځ ویلي، د شپې تر ناوخته پورې د ډزو غږونه اورېدل کېدل. بل لور د نوشي په ګزنلي سیمه کې له دواړو غاړو د ډزو رپوټونه ورکړل شوي دي.

    پاکستاني چارواکو که څه هم په دواړو سیمو کې د نښتو رپوټونه تائید کړي، خو د زیان په هکله یې څه نه دي ویلي.

    د یادونې ده، چې د بلوچستان ایالت ژوب، کلاسیف الله، پشین، کلاعبدالله، چمن، نوشکي او چاغي هغه سیمې دي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي.

    له دې مخکې معمولاً له چمن سیمې د نښتو رپوټونه ورکول کېدل، خو دا ځل تر اوسه له دې سیمې د نښتې راپور نه دی ورکړل شوی.

    پاکستان

    د عکس سرچینه، Getty Images

  15. ننګرهار کې تېره شپه د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي

    تېره شپه په تورخم او د ننګرهار په نازیانو او ځینو نورو سیمو کې هم د دواړو غاړو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه نښتې شوې دي.

    د طالبانو حکومت ځینو سرچینو ادعا کړې پاکستاني عسکرو ته یې مرګژوبله اړولې خو پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

    په همدې مهال د ننګرهار ولایت چارواکي وایي تېره شپه په نازيانو ولسوالۍ کې پر يوه کلي د پاکستان هوایي برید کې دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

    د دې تر څنګ همدلته د یوه بل کس پر کور د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله یو کس ټپي شوی او کور ته زيان اوښتی دی.

    بي بي سي ته په جلال اباد کې ځینو خلکو او لږترلږه یوې سرچینې تائید کړې چې پاکستاني الوتکو په سرحدي لېوا بریدونه کړي. خو دا چې څومره مرګژوبله او زیانونه یې اړولي، په اړه یې مالومات نشته.

    همدغلته په ننګرهار کې پرون دوشنبه ځایي چارواکو ویلي وو چې د پاکستان "ډرون الوتکه" هم غورځېدلې ده.

  16. د طالبانو حکومت ادعا کوي چې کندهار ته څېرمه یې د پاکستاني پوځ "له لسو زياتې پوستې" نيولې دي

    طالب ځواکونه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند عنايت الله خوارزمي ادعا کړې چې تېره شپه یې کندهار ولایت ته څېرمه د ډیورنډ کرښې هغه خوا د پاکستاني پوځ له لسو زياتې پوستې نيولې دي.

    نوموړي د سې شنبې سهار پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې "لا هم جګړه روانه ده، دښمن مورال بايللې او په پرلپسې توګه خپلې سيمې پرېږدي".

    خوارزمي وايي، "تردې مهاله د پاکستاني رژيم عسکرو څخه لس پوستې سره د غنيمتونو نيول شوې دي". نوموړي همدا ډول زیاته کړې چې "د کندهار معروف ولسوالۍ اړوند د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د زريدار لویه پوسته هم ونيول شوه چې یو زريدار ټانک په بشپړ ډول تخریب شوی دی."

    له دې وړاندې هم عنایت الله خوارزمي پر اېکس ادعا کړې وه چې د سپين بولدک اړوند سرو څاهانو سیمه کې د دوی د ځواکونو له خوا د پاکستاني پوځ "يوه پوسته نيول شوې، دری تنه پوځیان وژل شوي او يو تن یې ژوندی نيولی" دی.

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پوځ تر منځ د تېرو پنځو ورځو نښتو پر مهال دواړه خواوې يو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي. پاکستان هم ويلي چې د طالبانو حکومت سلګونه جنګيالي يې وژلي او د دوی ځينې پوستې یې نيولې دي.

    د پاکستان پوځ د پلازمېنې کابل په ګډون په ځينو نورو سيمو هوايي بریدونه هم کړي دي.

    بي بي سي په خپلواکه توګه د مرګژوبلې کره شمېر او اوښتي زيان په اړه پخلی نشي کولی.

  17. د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وايي خوست کې کرښې ته څېرمه یې د پاکستان پوځي پوستې نيولې دي

    د افغانستان په خوست ولایت کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولایت عليشرو ولسوالۍ اړوند يې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځ پوستې نيولې دي.

    د خوست ولایت ویاند مستغفر ګوربز پر اېکس يوه پوسټ کې ويلي چې د "تېر سر ۱۱ او ۱۲ پوستې په بشپړه توګه فتحه شوې دي".

    د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلويزيون هم د دې خبر يادونه کړې ده.

    بي بي سي په خپلواکه توګه د دغو ادعاو پخلی نشي کولی.

    د دوشنبې په ورځ د طالبانو حکومت او پاکستان دواړو د کرښې په اوږدو کې پر يوه او بل د بریدونو خبر ورکړی و.

    د دواړو لوريو تر منځ تازه نښتې چې د پاکستان هوایي بریدونو په ځواب کې پيل شوې په پنځمه ورځ هم روانې وې. په دغو بریدونو کې دواړه غاړي يو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

  18. د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي ننګرهار کې یې د پاکستان یوه ډرون الوتکه غورځولې

    د افغانستان او پاکستان تر منځ که څه هم د تېرو ورځو په څیر د سختو نښتو او بمباریو رپوټونه نه دي ورکړل شوي خو له یوه سره د جګړې دریدو نښې هم نشته.

    د دوشنبې پر ورځ دواړو لورو یوه بل ته د مرګ ژوبلې اړولو رپوټونه ورکړي چې په خپلواکه توګه یې پخلی سخت دی.

    د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي د افغانستان پر وخت ماسپښین ناوخته د ننګرهار هوايي ډګر دفاعي ځواکونو د پاکستان یوه ډرون الوتکه غورځولې. پر خواله رسنیو د دغه ډرون انځورونه هم خپاره شوي دي.

    طالبانو د هغو انتقامي او دفاعي عملیاتو په دوام چې دوی یې (رد الظلم) بولي د پکتیکا شکین ولسوالۍ او د پکتیا ډنډ پټان کې له کرښې ور ها خوا د بریدونو رپوټ ورکړی دی.

    طالبانو د یو شمېر پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو ادعا هم کړې.

    اخوا د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر چې د جګړې اړوند ډېر معلومات خپروي ویلي " افغانستان کې به د اړتیا تر مهاله عملیات دوام ومومي."

    نوموړي د دوشنبې ورځې په رپوټ کې ادعا کړې چې د عملیاتو له پیل راهیسې یې سلګونو طالبانو ته مرګ ژوبله رسولې ده.

    په خپلواکه بڼه د جګړې پر مهال د دواړو لورو ادعاوې ثابتول سخت دي.

  19. د کابل- اسلام اباد ترینګلتیا: پاکستان کې افغان کډوال وايي نیونې ډېرې شوي

    پاکستان

    د عکس سرچینه، Khyber Pakhtunkhwa Police

    د عکس تشریح، د خیبرپښتونخوا پولیسو ویلي د امنیت په موخه یې ګزمې ډېرې کړې، دوی د افغان کډوالو خلاف هم د عملیاتو خبر ورکړی دی

    د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترنګیلتیا په دوام پاکستان کې پر مېشتو افغان کډوالو ژوند لا سخت کړی شوی او " له یوې مخې یې د نیولو " رپوټونه ورکول کېږي.

    ویل کېږي په دې لړ کې ان هغه افغانان چې پاکستان کې د استوګنې رسمي اسناد یا د پاکستان معتبرې وېزې لري هم خوندي نه دي.

    د خیبر پښتونخوا په مانسېره، اېبټ اباد او څو نورو سیمو کې یو شمېر کډوالو چې د پولیسو له وېرې یې د نوم نه ښودو په شرط له بي بي سي سره خبرې کړي وايي " د مهاجرو وضعیت ډېر خراب دی، پاکستاني پولیس کوڅه په کوڅه ګرځي او له یوې مخې یې نیسي." ویل کېږي ښځینه پولیسې هم د کډوالو خلاف د عملیاتو برخه دي.

    عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي "په کمپونو کې د کډوالو یو شمېرو کورونو ته اورونه هم اچول شوي دي." د اور اچونو پېښو په اړه پاکستاني چارواکو څه نه دي ویلي خو د پاکستان حکومت او په یوه تازه اعلامیه کې د خیبر پښتونخوا پولیسو د کډوالو خلاف د عملیاتو د پیل خبر ورکړی دی.

    مانسېره کې یوه بل کډوال له بي بي سي سره خبرو کې وویل " یوه لوري ته تورخم مکمل بند دی بل طرف ته حکومتي چارواکو او پولیسو دومره بد حال راخیستی چې چاته یوه ورځ او یو ساعت وخت هم نه ورکوي چې پاتې شي."

    دی وايي په بندو لارو کې دا خلک چیرته ولاړ شي او په ټکو یې دې وضعیت کډوال سخت اندیښمن کړي دي.

    دا په پنجاب، سند او بلوچستان کې د کډوالو خلاف له سخت چلند او نیونو وروسته خیبرپښتونخوا کې په کمساري بڼه د کډوالو پر وړاندې د داسې وضعیت ښکارندويي کوي.

    اخوا د پنجاب ایالتي حکومت د مارچ پر دویمه د افغان کډوالو د نیولو او په زور د ویستلو وروستۍ شمېرې خپرې کړې دي.

    د پنجاب حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي د ناقانونه کډوالو د ویستلو لړۍ جدي پر مخ روانه ده.

    پنجاب کې د پولیسو ویاند ویلي " د ښځو او ماشومانو په ګډون یې نږدې ۳۳ زره افغانان په زور ویستلي دي."

    په رپوټ کې راغلي په دغو کسانو کې لس زره کسان داسې وو چې د استوګنې رسمي اسناد یې لرل، څه باندې یوولس زره د افغان سیټیزن کارډونو درلودونکي هم وېستل شوي دي.

    پاکستان کې د کډوالو خلاف چلند داسې مهال لا 'جدي او ناوړه شوی' چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړې له کبله لارې بندې دي او زرګونه خلک وار له مخه پر کرښه بند دي.

    د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د روژې په میاشت کې د کډوالو خلاف داسې چلند چې کورونه یې ویجاړیږي او په پراخه کچه نېول کېږي سخت غبرګونونه ښودلي دي.

  20. وروستی, د لنډي کوتل بازار د امنیتي اندېښنو له کبله تړل شوی

    رپوټونه وايي خیبر دره کې د پېښور تورخم پر لاره د لنډي کوتل بازار د امنیتې اندېښنو له کبله تړل شوی دی.

    بي بي سي ته ځایي اوسېدونکو ویلي، سوداګرو د دوشنبې پر ورځ له هټیوالو وغوښتل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ تر کابو کېدو او د خوندي حالت تر ډاډمنېدا دې خپل کاروبارونه دغه بازار کې وتړي.

    د ځايي سوداګرو مشر رفیع الله شینواري له عامو خلکو غوښتي چې د اوسني حالت په پام کې نیولو سره دې له اړتیا پرته سفر نه کوي.

    لنډي کوتل ته نږدې پر ډیورنډ کرښه تېرې څو شپې د نښتو رپوټونه ورکړل شوي. د طالبانو حکومت ویلي د "غچ" عملیاتو کې یې تورخم ته څېرمه پر کرښه د پاکستان پوځي څوکۍ په نښه کړي.

    د پاکستان دولتي ادارو هم دغه سیمه کې د بریدونو د خبر پخلی کړی.