له افغانستان او پاکستان د چین غوښتنه: د خبرو له لارې دې شخړه پای ته ورسول شي

د عکس سرچینه، Getty Images
چین له افغانستان او پاکستان دواړو غوښتي چې خپلمنځي شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي او ټینګار یې کړی چې د دوښمنۍ پای ته رسول د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان او پاکستان پر پوله د زیاتېدونکې ترینګلتیا په اړه "ژوره اندېښنه" لري او له دواړو هېوادونو غواړي چې "خپل اختلافات او شخړې د مکالمې او مذاکراتو له لارې حل کړي".
وزارت زیاته کړې، چین د خپلو دیپلوماتیکو سرچینو له لارې د منځګړیتوب هڅه کوي، او د تاوتریخوالي د کمولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره رغنده رول لوبولو ته چمتو دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ ویلي: "د ګاونډي او دوست په توګه، چین د دې ترینګلتیا په اړه ژوره اندېښنه لري او د دې شخړې له امله د رامنځته شویو ځاني تلفاتو له کبله خواشینی دی. هر ډول کړکېچ به دواړو لورو ته زیان ورسوي".
په بیان کې دا هم ویل شوي، چې د دوښمنۍ پای ته رسول "د دواړو هېوادونو او د هغوی د ولسونو په بنسټیزه ګټه کې دي او د سیمې د سولې او ثبات په ټینګښت کې به مرسته وکړي".













