وروستی, د ایران بالستیک توغندي څومره واټن وهلی شي؟

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ګاونډیو خلیجي هېوادونو ته په خطاب کې ویلي چې ایران ته د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په وړاندې ځواب ورکول لازمي وو. بله خوا، رویټرز خبري اژانس د سریلانکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خولې ویلي د هند سمندر کې د امریکا پوځ یوه اوبتل برید کې د ایران 'دنا' نومې بېړۍ له ډوبېدو وروسته، لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي. همدارنګه، پر ایران د امریکا او اسرائیلو سخت بریدون روان دي او سیمه کې پر بېلابېلو هدفونو د توغندیو ویشتلو ته دوام ورکوي. هغه توغندي او بېپیلوټه الوتکې چې اسرائیل، سعودي عربستان او عراق یې په نښه کړي وو، ویشتل شوې او نسکورې شوې دي، خو یو توغندی د قطر پر هغه هوايي اډه ولګېد چې د امریکا تر کنټرول لاندې ده.


د عکس سرچینه، Iran's Presidential website/WANA/Reuters
د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ګاونډیو خلیجي هېوادونو ته په خطاب کې ویلي چې ایران ته د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په وړاندې ځواب ورکول لازمي وو.
د فبرورۍ په ۲۸مه، د امریکا او اسرائیلو له خوا پر ایران د بریدونو له پېل وروسته، ایران په ځواب کې په خپلو عرب ګاونډیو سلګونو توغندي او بېپیلوټه الوتکې ویشتلې.
دغه بریدونه د امریکا پوځي اډو او د خلیج هېوادونو د ملکي او انرژۍ زیربناوې هم په نښه کړي - چې په دې کې متحده عربي امارات، قطر او عمان شامل دي.
پر ایکس پزشکيان خپلو ګاونډیو هېوادونو ته ویلي چې ایران هڅه کړې "ستاسو په همکارۍ" جګړه وځنډوي.
خو هغه زیاتوي چې د امریکا-اسرائیل بریدونو ایران ته "هېڅ انتخاب پاتې نه کړ، پرته له دې چې له ځانه دفاع وکړي".
د ایران ولسمشر وایي، د خپلو ګاونډیو حاکمیت ته درناوی لري او باور لري چې د سیمې سوله "باید د سیمې هېوادونو په لاس کې تضمین شي".

د معلوماتو له مخې، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ په دوامداره توګه کمېږي، ځکه ډېری د ګاز او تېلو ټانکر بېړۍ نه غواړي د ایران د احتمالي برید له خطر سره مخ شي.
کلېر جونګمن، چې د "وورتکسا" په نوم د انرژۍ د څېړنې له یوې ادارې سره کار کوي، وايي د جنورۍ له میاشتې د جګړې تر پیل پورې، هره ورځ په اوسط ډول ۲۴ بېړۍ له دې تنګي تېرېدلې.
د سمندري معلوماتو اداره "کپلر" بيبيسي وېریفای ته ویلي چې د فبرورۍ له ۲۱ تر ۲۷ پورې له اوسط سره پرتله، د مارچ د ۲ او ۳ ترمنځ د بېړیو تګ راتګ نږدې ۹۰ سلنه کم شوی دی.
دا ناڅاپي کمښت وروسته له هغې رامنځته شوی چې سترو سمندري بیمهکوونکو د فارس خلیج په سیمه کې د بېړیو لپاره د جګړې د خطر بیمه کمه یا لغوه کړې ده. له همدې امله، له دې تنګي څخه تېرېدل، چې د نړۍ نږدې پنځمه برخه سوداګریز تېل پرې لېږدول کېږي، ډېر خطرناک شوي دي.
بيبيسي وېریفای په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه دوه سوداګریزې بېړۍ پېژندلې چې د څار معلومات یې ښيي له ختیځ څخه لوېدیځ ته د هرمز تنګي له لارې فارس خلیج ته داخلې شوې دي.
په وروستیو کې، د یو شمېر بېړیو د څار سیګنالونه، چې یوه یې د هند بیرغ لري، یا ورکې شوې دي او یا هم د ګډوډېدو نښې پکې لیدل شوي دي.
فارس خلیج کې بندې د تېلو ۲۰۰ لېږدوونکې بېړۍ
تازه شمېرې ښيي چې شاوخوا ۲۰۰ نړیوالې د تېلو ټانکر بېړۍ، د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ تر بندېدو وروسته، دا مهال په فارس خلیج کې بندې پاتې دي. د دغو بېړیو مالکان په تمه دي چې ایا د نړۍ د تېلو د لېږد له تر ټولو مهمو لارو څخه تېرېدل خوندي دي که نه.
سپاه پاسداران اعلان کړی چې د هرمز تنګي بشپړ کنټرول یې په لاس کې دی او په وروستیو ورځو کې په دې سیمه کې څو بېړۍ د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو په بریدونو کې په نښه شوې دي.
همدارنګه، شاوخوا ۶۰ سترې او لویې ټانکر بېړۍ — چې نږدې اته سلنه د نړۍ د ټانکر بېړیو له ټول ناوګانه جوړوي - په همدې سیمه کې بندې شوې دي.
دغه ګډوډي د برېنټ خام تېلو بیه تر هر بیرل (بیلر) له ۸۰ ډالرو لوړه کړې ده.

د عکس سرچینه، REUTERS
د سریلانکا سمندري ځواک تایید کړې چې نن سهار وختي یې د ایران د سمندري ځواک له "دنا" نومي بېړۍ څخه د بېړني مرستې پیغام تر ترلاسه کېدو وروسته، ۳۲ کسان ژغورلي دي.
تر دې مخکې، د دغه هېواد د دفاع وزارت مرستیال هوايي مارشال سامپات تویاکونتا د بيبيسي سینهالي څانګې ته ویلي وو چې ښايي شاوخوا ۱۴۰ کسان لادرکه شوي وي.
په همدې حال کې، د سریلانکا د سمندري ځواک ویاند بودیکا سامپات ویلي چې د بېړۍ د اسنادو له مخې، ګومان کېږي شاوخوا ۱۸۰ کسان پکې سپاره وو، خو د لادرکه شویو کسانو کره شمېر لا نه دی معلوم.
هغه زیاته کړه: "که څه هم دا بېړۍ د بېړني پیغام پر مهال زموږ له سمندري حوزې بهر وه، خو زموږ د لټون او ژغورنې په سیمه کې موقعیت درلود. له همدې امله، موږ د نړیوالو ژمنو له مخې د غبرګون مسؤلیت درلود."
د سمندري ځواک ویاند همدارنګه وویل: "موږ هغه کسان وموندل چې پر اوبو روان وو، هغوی مو وژغورل، او وروسته د پوښتنو پر مهال پوه شو چې دا کسان د یوې ایراني بېړۍ دي. خو هېڅ ایراني بېړۍ زموږ په سترګو نه لیدل کېده."
هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د ژغورنې عملیاتو پر مهال یې خپله بېړۍ نه وه لیدلې، خو د تېلو داغونه او د ژغورنې کښتۍ یې پر اوبو لیدلې وې.
نوموړي همدارنګه دا راپورونه رد کړل چې ګواکې دا بېړۍ د اوبتل (سبمرین) د برید له امله ډوبه شوې ده.
د خبري کنفرانس وروسته، دغه ویاند په جلا توګه د بيبيسي سینهالي څانګې سره خبرې وکړې او کله چې ترې د رویټرز د راپور په اړه وپوښتل شول، چې ګواکې پر دې ایراني بېړۍ د اوبتل برید شوی، هغه دا خبره په بشپړ ډول رد کړه.
خو ویې ویل چې بېړۍ د پېښې په ځای کې په بشپړه توګه ډوبه شوې وه.
پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته د منځني ختیځ په ځینو هېوادونو کې بریدونه شوي دي.


د عکس سرچینه، US pool
د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسیت په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، متحده ایالونه د ایران په اړه د خپلو پوځي عملیاتو پر مهال غیرنظامي تأسیسات او ځایونه نه په نښه کوي.
هغه په همدې خبري ناسته کې وویل چې د امریکا یوه اوبتل د ایران یوه کښتۍ ډوبه کړې ده.
هېګسیت زیاته کړه: "موږ پرته له دې چې خپل سرتېري ښکته کړو، خپلو هدفونو ته رسېدلي یو".
نوموړي دا هم وویل چې ایران هره ورځ کمزوری کېږي او په سیمه کې د امریکا ځواک زیاتېږي.
د امریکا د دفاع وزیر وویل هېواد یې په ایران کې پر یوه ښوونځي د برید موضوع څېړي.
د "شجره طیبه" لومړني ښوونځي د زدکوونکو او نورو وژل شوو کسانو د جنازې مراسم پرون په مینار ښار کې ترسره شول.
د امریکا او اسرائيل له خوا له ایران سره د جګړې په لومړۍ ورځ، تهران اعلان کړی و چې دغه ښوونځی د دواړو هېوادونو د توغندیز برید هدف ګرځېدلی دی.

د عکس سرچینه، Iran Emabassy
د طالبانو د حکومت د رییسالوزرا مرستیال د ایراند روحاني مشر علي خامنه اي د یادښت کتاب د رسمي لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ.
خامنه اي څو ورځې وړاندې وژل شوی و.
په کابل کې د ایران سفارت په ایکس لیکلي چې د رییسالوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال محمد نعیم، د تشریفاتو عمومي رییس عبدالباري عمر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي عمومي رییس ذاکر جلالي د ایران سفارت ته ورغلي او خامنهاي د وژل کېدو په تړاو یې خواخوږي څرګنده کړه.
د ایران سفارت د اعلامیې له مخې، دغه مراسم په کابل کې د ایران په سفارت کې د دولتي چارواکو، مېشتو سفیرانو او ډیپلوماټانو او د خلکو د بېلابېلو قشرونو په ګډون د دوو ورځو لپاره تر سره کېږي.


د عکس سرچینه، EPA
پر ایران د امریکا او اسرائيل د جګړه د برېتانیا مطبوعاتو کې د سر ګرځېدلی دی. دې وضعیت د کالمونو لیکوالان هڅولي چې د جګړې سیاسي او پوځي پرمختګونه وڅېړي، او همدارنګه پر راتلونکي یې رڼا واچوي او احتمالي پایلې یې وشني.
په فایننشل ټایمز ورځپاڼه کې ګیډیون رچمون د: "ټرمپ د ایران د راتلونکې لپاره واقعي پلان نه لري" په نامه مقاله خپره کړې. هغه باور لري چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېر وخت د نظام بدلون جګړو- لکه په عراق او افغانستان کې - له تجربو زدکړه نه ده کړې.
د رچمون په اند، په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳ کلونو کې پر افغانستان او عراق د امریکا یرغلونو د "نظام بدلون" جګړو خطرونه په ډاګه کړل، خو دا عملیات د ایران پر وړاندې د اوسني امریکایي ـ اسرائیلي برید پرتله منظم او له مخکې پلان شوي ښکارېدل.
په افغانستان او عراق کې امریکا او متحدین یې چمتو وو چې ځمکني ځواکونه ځای پر ځای کړي، حکومت نسکور کړي، بیا نظم بېرته ټینګ کړي او د نوي سیاسي نظام د لېږد بهیر وڅاري.
د لیکوال په باور، په افغانستان او عراق کې د امریکایي سرتېرو مرګ ژوبلې ښايي ټرمپ دې پایلې ته رسولی وي چې ایران ته د امریکایي ځمکنیو ځواکونو لېږل به حماقت وي. خو دا معنا لري چې ټرمپ اوس له داسې بهیر سره تړل شوی چې د یوازې هوايي ځواک له لارې د نظام بدلون هېڅ رښتینې مخینه نه لري.
لیکوال د ټرمپ هغو څرګندونو ته اشاره کوي چې پکې یې له ایرانیو ځواکونو غوښتي وسلې پر ځمکه کېږدي او د ایران له خلکو یې غوښتي چې واک په لاس کې واخلي. راشمن باور لري چې ان که وسلې کېښودل هم شي، په ایران کې داسې بدیله اداره یا پوځ نه شته چې دغه وسلې تسلیم کړي.
هغه وايي: "داسې ښکاري چې هیله دا ده چې د ایران د مشرتابه له منځه وړل او د هغه د پوځي ځواک ویجاړول به په اوتومات ډول نوي سیاسي نظام ته د لېږد لامل شي، بې له دې چې نور امریکایي مداخله ته اړتیا وي. خو هېڅ دلیل نشته چې دا کار به بریالی شي."
رچمون باور لري چې د امریکا او د ټرمپ ادارې لپاره خطرونه ډېر لوړ دي. هغه زیاتوي چې که د خلیج هېوادونه له جدي ګواښ سره مخ شي، یا ایران ګډوډۍ ته ولاړ شي، نو دا به پر امریکا منفي اغېز وکړي.
د لیکوال په وینا: "هغه کورني سیاسي خطرونه چې ټرمپ ورسره مخ دی، ډېر لوی دي." هغه یادونه کوي چې پر ایران د برید لپاره کورنی ملاتړ محدود دی، په داسې حال کې چې پر عراق او افغانستان د یرغل پر مهال پراخ ملاتړ موجود و.
راشمن په پای کې وايي: "داسې ښکاري چې امریکايي ولس له عراق او افغانستان څخه درسونه زده کړي دي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي د جنازې مراسم ځنډول شوي دي.
ټاکل شوې وه چې د ایران او اسرائيل په بریدونو کې د دغه وژل شوي مشر په دولتي کچه د جنازې مراسم نن د شپې ناوخته د امام حمیني په جومات کې پیل شي.
پر خواله رسنیو خپرو شوو عکسونو او ویډيوګانو کې ښکاري چې دغو مراسمو ته پراخ چمتوالی روان دی.
په رپوټونو کې د جنازې مراسمو د سمبالوونکو له خولې د دغه ځنډ لامل دا بلل شوی چې ګواکې "د یو میلیون ګډونوالو اټکل" شوی او د هغوی د سمبالښت لپاره باید پلان جوړ شي. خو کره نېټه یې لا نه ده اعلان شوې.
د سعودي عربستان دفاع وزارت وايي چې هلته د تېلو پر یوې سترې کارخونې د بېپېلوټه الوتکې د برید هڅه شوې ده.
د برید دا هڅه د (راس تنوره) په نوم د تېلو پر چاڼخونې شوې او د سعودي دفاع وزارت ویلي، "اټکل کېږي چې برید د بېپېلوټه الوتکې پر مټ شوی خو په پایله کې یې چا ته کوم زیان نه د اوښتی."
د تېلو پر دې کارخونې مخکې هم ایران برید کړی و او له سپوږمکۍ په اخیستل شوي دغه عکس کې یې حالت ښکاري:

د عکس سرچینه، VANTOR
د ایران په ختیځ کې "لویه چاودنه"
په ورته حال کې د ایران په ختیځ کې د چاودنې غږ اورېدلی شوی دی.
د ایران دولتي رسنیو او په سیمه کې د اېاېفپي خبري اژانس خبریال ویلي چې د تهران په ختیځ کې د یوې "لویې چاودنې" خبر ورکړل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسرائيل دفاعي ځواکونو وویل چې هوايي ځواک یې هلته د ایراني رژيم پر هدفونو "پراخ بریدونه" پیل کړي دي.

د عکس سرچینه، EPA
پر کوېت د توغندیو او ډرون بریدونه
د کوېت وسلهوال ځواکونه وايي چې هېواد یې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو له یوې څپې سره مخامخ دی.
پرخپله اېکسپاڼه یې لیکلي چې بریدونو ته په ځواب ویلو لګیا دي.
د امریکا او اسرائيل د بریدونو په غچ کې ایران تر دې مخکې په دوبۍ او قطر کې هم د امریکا نظامي هدفونه په نښه کړي دي.
هغه انځورونه چې د بيبيسي ارزونکې څانګې تایید کړي، ښيي چې په دوبۍ کې د امریکا د کونسلګرۍ له ودانۍ د سې شنبې پر ماښام د بې پیلوټه الوتکې (ډرون) له برید وروسته د اور لمبې پورته کېږي.
د فبروري له ۲۸مې راهیسې چې د امریکا او اسرائیلو بریدونه پیل شوي، ایران په سیمه کې د امریکا پر اډو او متحدینو ځوابي بریدونه کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تېره شپه خبریالانو ته وویل چې یوې بې پیلوټه الوتکې د سې شنبې پر شپه د کونسلګرۍ د اداري ودانۍ ترڅنګ د موټر درولو یو تمځای ویشتی دی. نوموړي زیاته کړه چې "د سفارت د ټولو کارکوونکو حساب یې اخیستی او روغ رمټ دي."
اسرائيل وايي چې په تهران کې یې د ایران پر امنیتي مرکزونو بریدونه کړي دي.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د عربي ژبې ویاند افيخاي ادرعي ویلي چې اسرائيلو په تهران کې "لسګونه نظامي هدفونه په نښه کړي دي."
په دغو بریدونو کې د ایران د انقلابي ګارد اړوند د یوه نیمهنظامي ځواک مرکزونه او "د اکمالاتو او لوژيستیک ریاست" هدف ګرځول شوي دي.
د اسرائيل دفاعي ځواکونو ګواښ کړی چې د ایران رژيم په زېربناو باندې به "خپلو بریدونو ته دوام" ورکړي.
ایران په قطر کې د امریکا هوايي اډه په توغندي ویشتې

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې حال کې ایران په قطر کې امریکايي اډه په توغندي ویشتلې ده.
د قطر دفاع وزارت ویلي چې ایران دوه بالیسټیک توغندي ور توغولي وو چې یو یې د قطر دافع هوا شنډ کړی خو دویم یې په العدید هوايي اډه کې لګېدلی دی.
العدید په سیمه کې د امریکا تر ټولو لویه اډه ده.
قطر ویلي دي چې په دې پېښه کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
په دوبۍ کې د امریکا کونسلګري په نښه شوې
تر العدید هاخوا ایران په دوبۍ کې د امریکا کونسلګري هم تېر ماښام د یوې بېپېلوټه الوتکې پرمټ په نښه کړه.
بيبيسي ته په رسېدلو ویډیوګانو کې د دغه برید شېبه ښکاري چې د کونسلګرۍ ودانۍ نه د اور لمبې او لوګي پورته کېږي.
تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبریالانو ته پر دې کونسلګرۍ د برید پخلی وکړ. هغه وویل چې بېپېلوټه الوتکه د کونسلګرۍ ودانۍ د موټرو تمځي ته نږدې لګېدلې او چاودلې ده او په وینا یې، که څه هم "زموږ سفارتونه او ډېپلوماتیک بنسټونه د ترهګر رژيم تر مستقیمو بریدونو لاندې دي" خو "موږ ډېر خوشاله یو چې [په دغه برید کې] هېچا ته هم زیان نه دی اوښتی."
له هغه وروسته چې امریکا او اسرائيل په ګډه او یو ځای پر ایران بریدونه پیل کړي، ایران یې په غچ کې په خلیج هېوادونو کې د امریکا اډې په نښه کوي.
د اسرائيل دفاع وزیر اسرائيل کاتز اخطار ورکړی چې هر هغه کس به په نښه کړي چې په ایران کې د خامنهاي ځایناستی ټاکل کېږي.
ښاغلي کاتز ویلي، "هر هغه مشر چې د ایران د ترهګر رژيم له لوري د دې لپاره غوره کېږي چې پلان لري اسرائيل له منځه یوسي، امریکا ته ګواښ پېښ کړي، د نړۍ او سیمې خپلواک هېوادونه او د ایران خلک وځپي نو چې هر ځای پټ وي او چې په هر نوم یادېږي، خامخا به له منځه یووړل شي."
د ایران اسلامي جمهوریت مخکېنی ستر مذهبي مشر علي خامنهاي تېره شنبې په خپل استوګنځي کې د اسرائيل او امریکا په ګډ برید کې ووژل شو.
اوس یې د ځایناستي ټاکلو په هکله په ایران کې د مشرتابه شورا یا (خبرګان رهبري) ترمنځ خبرې او رایه اخیستل روان دي خو تر اوسه یې وروستۍ پایله په رسمي ډول نه ده اعلان شوې.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters
په امریکا کې د بشري حقونو فعالانو یوه اداره هرانا، وايي د فبروري له ۲۸مې (پر ایران د امریکا او اسرائیلو د برید له ورځې) راهیسې په ایران کې "۱۰۹۷ ملکي وګړي" وژل شوي دي.
د یادې ادارې په وینا، "له دې ډلې ۱۸۱یې د لسو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان دي." د ملکي ټپيانو شمېر هم "۵۴۰۲ ته رسېدلی، چې ۱۰۰ تنه ماشومان هم په کې شامل دي."
د بشري حقونو دغه اداره وايي یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰۴ بریدونه شوي دي. د دوی په وینا، په دې بریدونو کې "پوځي اډې، طبي مرکزونه او د استوګنې سیمې" په نښه شوې دي.
هرانا وايي د دې بریدونو په پایله کې د سلګونو کسانو د مرګژوبلې راپورونه څېړي.
د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه د سې شنبې په ورځ وپوښتل شول چې د ده په اند شهزاده رضا پهلوي د ایران د راتلونکي لپاره نوماند دی؟
ښاغلي ټرمپ په ځواب کې وويل، "زه فکر کوم چې هغه [ښه شخص] دی. ځینې خلک هغه خوښوي، خو موږ د هغه په اړه ډېر فکر نه دی کړی. زماپه اند له دننه یو څوک به ډېر مناسب وي. ما مخکې ویلي وو چې هغه یو ډېر ښه شخص ښکاري. خو زه فکر کوم یو څوک چې همدا اوس هلته وي او مشهور وي [به ډېر مناسب وي]، که چېرې داسې یو کس وي. داسې خلک شته دي."
دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلي ټرمپ د شهزاده رضا پهلوي په اړه په شک خبرې کړې دي.
ښاغلي ټرمپ په جنوري کې رویټرز ته ويلي وو، "هغه یو ډېر ښه کسښکاري، خو زه نه پوهېږم چې هغه به په کور دننه څنګه کار وکړي. زه نه پوهېږم چې هېواد به یې مشرتابه ومني، خو که دوی داسې وي، دا به زما لپاره د منلو وړ وي."
د امریکا د ولسمشر څرګندونې ښايي د ځینو هغو ایرانیانو لپاره چې واک ته د پهلوي کورنۍ د بېرته راستندو پلوي دي به د اندېښنې وړ وي.
ځينې نور بيا د ښاغلي ټرمپ له ارزونې سره همغږي ښکاري او پوښتنه کوي چې ایا شهزاده رضا پهلوي چې لسيزې له هېواده بهر پاتې شوی، وبه کړای شي چې ایران اداره کړي؟
واشنګټن پوسټ په سعودي کې د سي ای اې پر دفتر د مشکوکډرون برید راپور ورکړیامریکایی ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د دوو باخبره سرچينو په حواله لیکلي چې "ایران د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان په سفارت کې د سي ای اې مرکز د مشکوکډرون په واسطه په نښه کړی دی."
که تائید شي واشنګټن پوسټ دا برید د ایران لپاره د لویې لاسته راوړنې په توګه یاد کړی او لیکلي یې دي، "د امریکا او سعودي حکومتونو تائید کړې چې دوو ډرونونو په ریاض کې د امریکا د سفارت په ودانۍ برید کړی، خو دا یې نه دي ویلي چې په برید کې د امریکا د استخباراتو مرکز هم په نښه شوی دی."
تېره ورځ، په ریاض کې د امریکا د سفارت په ودانۍ د برید خبر ورکړل شوی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو لږ شېبه وړاندې په دوبۍ کې د امریکا پر کونسلګرۍ د ډرون برید پخلیوکړ او زیاته یې کړه چې په دې پېښه کې چا ته کوم زيان نه دی رسېدلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا، ډرون د لومړي وزیر د دفتر ودانۍ ته نژدې تم ځای کې لګېدلی چې له کبله یې په سیمه کې اور لګېدلی دی.
نوموړي زیاته کړه، "ټول کارکوونکي خوندي دي".
ښاغلي روبیو وویل، چې امریکا لا دمخه په خپلو ډیپلوماټیکو تاسیساتو کې د خپلو کارکوونکو کمولو پروسه پیل کړې ده.