د هند شمال کې د سختو بارانونو ویجاړۍ
د هند په شمال کې سخت بارانونه دوام لري چې د پلونو او ودانیو د نړېددو له کبله لږ تر لږه ۲۸ تنه وژل شوي. د هیماچیل پردیش ایالت کې - چې له هیمالیا سره پر پوله پروت دی، سېلابونو او ځمکې ښویېدنې د ژوند چارې په ټپه درولې دي او همالته ډېر کسان مړه شوي. د یکشنبې په ورځ، په ټول ایالت کې د عادي حالت پرتله لس برابره ډېر بارانونه وشول.
د هند هواپېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې په شمالي سیمو کې د نورو بارانونو وړاندوېینه شوې ده.