جاپان کې د جنسي ځورونې د مخنيوي نوی قانون
جاپان د دې تياری نيسي چې د جنسي تېريو پر وړاندي قانوني لارو چارو بيا ارزونه کې چې د دغه هېواد پارلمان کې پرې غور روان دی، د جنسي تماس هوکړې عمر له ۱۳، ۱۶ ته لوړ کړي.
د نړۍ درېيم تر ټولو لوی اقتصاد د اوو سترو صنعتي هېوادونو ترمنځ د جنسي تماس هوکړې تر ټولو ټيټ عمر لري.
جاپان کې د جنسي بريد پر وړاندې قانوني لارو چارو کې سمونونه وروسته له هغه راځي، چې د ۲۰۱۹ کال څو جنسي تېري کوونکو خوشي کولو غوسه خپره کړې ده.
د بي بي سي توکيو خبريالې شیما خليل له هغو ښځو سره خبرې کړې، چې د دغه شرم ننګولو مټې یې نغښتې دي. خو يوه يادونه دا چې دې راپور کې یې د جنسي بريد څرګندونې هم دي، چې ښايي درته خوشينوونکې وي.