د لوېدیځې تړانګې تاوتریخوالی: 'هغه ګل غوندې وه او دوی ووژله'

د ویډیو تشریح، د لوېدیځې تړانګې تاوتریخوالی: 'هغه ګل غوندې وه او دوی ووژله'

په اشغال شوې لوېدیځه تړانګه کې د اسراییلي پوځ په لاس د وژل شویو فلسطیني ماشومانو والدین د عدالت غوښتنه کوي. د مګرو ملتونو کارپوهان وايي، په تېر ۲۰۲۲ کال کې په لوېدیځه تړانګه کې د ناقانونه مېشتېدنې په تړاو د اسراییلو لخوا زورزیاتی او له زوره کار اخیستل د ۳۳ فلسطیني ماشومانو په ګډون د ۱۵۰ فلسطینیانو د وژل کېدو لامل شوي. دا له ۲۰۰۵ کال راهیسې - کله چې ملګرو ملتونو د وژلو مستندول پیل کړي- د مړینې تر ټولو لوړه کچه ده.

اسراییلو سږ کال د فلسطیني بریدګرو پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړل.‌