له ۱۹۷۹ تر ۲۰۲۲: د ازادۍ لپاره د ایراني ښځو مبارزه

د ویډیو تشریح، له ۱۹۷۹ تر ۲۰۲۲: د ازادۍ لپاره د ایراني ښځو مبارزه

ایران کې ښځې د هغو لاریونونو مخکښانې دي چې له تېرو دوو اونیو راهیسې یې هېواد په سر اخیستی دی. دوی د خپلې ازادۍ د اساسي حقونو لپاره مبارزه کوي او د الزامي حجاب او پړوني ختمولو غوښتنه کوي. خو د دوی مبارزه اوس نه ده پیل شوې. د بي بي سي خبریالې رعنا رحیمپور د ایران ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب ځینې ارشیفي انځورونه رایستلي چې اوس د ایران ګڼو ښارونو کې د هاغه وخت د ایران د کوڅو لاریونو ورته والی پکې لیدل کېږي.