د ګرمۍ څپه: اروپا کې يې اورونه لګولي

د ویډیو تشریح، د ګرمۍ څپه: اروپا کې يې اورونه لګولي

د اروپايي اتحادیې د اوو هیوادونو په سلګونو اور وژونکي د فرانسې په سویل لویدیز جيرونډ سیمه کې د لوی ځنګليز اور مړه کولو په هڅو کې برخه اخلي.

ایټالیا، یونان او سویډن د اوبو بمبار الوتکې ور لېږلې دي. اوسنی اور د جولای میاشتې اورونو پرتله ډېر چټک دی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د تودوخې لوړه درجه به په شمالي اروپا کې نوره هم عامه شي، او د نړیوالې تودوخې کچې کمولو لپاره لا همغږو هڅو ته اړتیا ده.