د ناسمو جينونو معلومولو لپاره ډي اېن اې ازموينې کېږي

د ویډیو تشریح، د ناسمو جينونو معولمولو لپاره ډي اېن اې ازموينې کېږي

د ځينو خلکو لپاره جينونه ښايي دې کې لوی رول ولوبوي، چې وزن يې څومره دی. د بريتانيا يوه روغتون کې سل ناروغان چې له چاغوالي کړېږي، ډي اېن اې ازموينې یې کېږي، چې وګوري کوم جينيټيکي لامل لري او که څنګه.

د دغه روغتون ډاکټران په داسې ناسمو جينونو پسې ګرځي چې د يوه کس مغز ته وايي بدن وږی دی، او خوراک وکړه.. سره له دې چې هېڅ خوړو ته اړتيا هم نه لري. د بي بي سي ريچارډ وېسټکاټ یې په اړه راپور لري.