د لبنان چاودنه: 'داسې انګېرم لکه اوس هم چې پر سړک مړي وینم'

د ویډیو تشریح، د لبنان چاودنه: 'داسې انګېرم لکه اوس هم چې پر سړک مړي وینم'

دقیقاً یو کال مخکې، د لبنان پلازمېنه بیروت د یوې لویې چاودنې شاهده وه،‌ چې د کارپوهانو په وینا په تاریخ کې تر ټولو لویه نا اتومي چاودنه وه.‌ هغه ورځ د چاودنې صحنه لاهم د دډېرو بیروت مېشتو په ذهنونو کې شته. چاودنې تر ۲۰۰ ډېر کسان ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل.