د مټرو نوې بڼه له چاپېريال سره مرسته کولی شي

د ویډیو تشریح، د مټرو نوې بڼه له چاپېريال سره مرسته کولی شي

د بريتانيا څېړونکي يو داسې ډول مټر جوړوي، چې د مټرو خوند نه لري. سوچ دا دی، چې د سويا يو داسې بديل راوکتل شي، چې له مخې یې له نباتاتو او ګياوو جوړو شوو خوړو زیاتېدونکي غوښت ځواب وويل شي.

مټر په پروټينو شتمن دي، خو دا چې د ډېرو يې خوند سره نه لګي، نو د نباتيانو لپاره خوړو کې نه کارېږي.

هيله دا ده دا پرمختيا د کاربون وتلو کچه کمه کړي، ځکه دا ډول مټر سرې ته اړتيا نه لري.

د بي بي سي ساينسي چارو خبريال پلب ګوش پرې راپور لري.