اسرائیل پر تهران او بیروت نوي بریدونه پیل کړل، په ریاض کې د امریکا سفارت بې پیلوټه الوتکو په نښه کړی

اسرائیلي دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) تائید کړې چې د ایران پر پلازمېنې تهران او د لبنان پر پلازمېنې بیروت یې نوي بریدونه کړي دي. د سعودي عرب دفاع وزارت په وینا، په ریاض کې د امریکا سفارت د دوو بې پیلوټه الوتکو لخوا ویشتل شوی، چې له امله یې "محدود" اور لګېدلی دی.

لنډیز

  • اسرائیل پر تهران او بیروت نوي بریدونه پیل کړل
  • په ریاض کې د امریکا سفارت بې پیلوټه الوتکو په نښه کړی
  • د ایران په عملیاتو کې درې امریکایي سرتېري وژل شوي
  • اسرائیلي مرستندویان وایي په ایراني برید کې نهه تنه وژل شوي
  • ایران عرب امارت بیا په نښه کړل
  • د ایران دولتي رسنيو د خامنه يي وژل کېدل تائید کړي
  • امریکا او اسرائیل پر ایران بریدونه پیل کړي دي
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا 'لوی جګړه‌ییز عملیات' بللي دي
  • هغه وویل ایران نړۍ کې د ترهګرۍ لومړۍ درجه ملاتړی هېواد دی
  • ټرمپ زیاته کړه "زموږ هدف دا دی چې د ایران د رژیم له‌خوا د نژدې ګواښونو له منځه وړلو سره د امریکا د خلکو دفاع وکړو"
  • هممهاله د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې پر اسرائیلي یې د توغندیو او ډرون پراخ ځوابي بریدونه کړي
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر وايي د امریکا او اسرائیل بریدونه بې‌دلیله، غیرقانوني او نامشروع دي

ژوندی پوښښ

  1. په بیروت کې د امریکا سفارت 'تر نامعلومې نېټې وتړل شو'

    د لبنان پلازمېنه بیروت کې د متحده ایالاتو سفارت ویلي چې دا به "تر نامعلومې نېټې پورې تړلی وي".

    سفارت په خپله ویناپاڼه کې ویلي: "ټولې نورې عادي او اضطراري کونسلي لیدنې لغوه شوې دي،" او زیاته کړې یې ده چې د سفارت د بېرته پرانیستلو په اړه به وروسته تازه معلومات خپاره شي.

    بیروت او د لبنان سوېلي څنډې په وروستیو ورځو کې د اسرائیلي بریدونو شاهدې دي.

    اسرائیل وایي دا بریدونه په لبنان کې د مېشتې او د ایران تر ملاتړ لاندې وسله والې ډلې، حزب‌الله، د بریدونو په ځواب کې ترسره کوي.

    د بیروت د سفارت د تړلو دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې امریکا په کویټ کې خپل سفارت او په ریاض (سعودي عربستان) کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت هم تر نامعلومې نېټې پورې وځنډول. په ریاض کې د امریکا پر ماموریت یوه ډرون الوتکه لګېدلې وه همدارنګه، پرون په اردن کې هم امریکایي سفارت وروسته له هغه تخلیه شو چې نږدې ورته د چاودنو غږونه واورېدل شول.

    په مسقط (عمان) کې د امریکا سفارت خپلو کارکونکو ته په خوندي ځایونو کې د پاتې کېدو امر کړی و، خو اوس دغه امر تر یوه بریده لغوه شوی دی.

  2. دا پاڼه نوره نه تازه کېږي. د تازه معلوماتو لپاره د بي بي سي پښتو وېبپاڼې تازه مطالب لوستلای شئ.

  3. وروستی, د ایران پر بېلابېلو ښارونو د اسرائیل او امریکا بریدونه دوام لري

    د راپورونو له مخې د ایران پر بېلابېلو ښارونو د امریکا او اسرائیلو بریدونه دوام لري او په تېرو څو ساعتونو کې د تهران، پاردیس او پارچین، بوشهر او ارومیا په ګډون د ایران ځینې برخې د دې بریدونو د یوې نوې څپې هدف وې.

    له اصفهان رسېدلي معلومات ښيي، چې په اصفهان کې د نن ورځې په یوه برید کې درې کسان وژل شول شوي دي.

  4. په کویت کې د امریکا سفارت تر بلې خبرتیا پورې تړل شوی

    په کویت کې د امریکا سفارت تر بلې خبرتیا پورې تړل شوی دی. پر اېکس یوه پیغام کې د امریکا سفارت لیکلي چې په ''سیمه کې د تاوتریخوالي له کبله ټولې ورځنۍ او کونسلي لیدنې'' لغو کوي.

    د یادونې ده چې د دوشنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ په ځینو هېوادونو کې له امریکایانو وغوښتل چې د "جدي ګواښونو" له امله له سیمې ووځي.

  5. اسرائیلي دفاعي ځواکونو پر تهران او بیروت بریدونه کړي

    اسرائیلي دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) تائید کړې چې د ایران پر پلازمېنې تهران او د لبنان پر پلازمېنې بیروت یې نوي بریدونه کړي دي. په یوې اعلامیې کې ویل شوي: ''ای ډي ایف دا مهال په هممهاله ډول په تهران او بیروت کې پر پوځي اهدافو هدفي بریدونه کوي.''

    د ای ډي ایف عربي ژبې ویاند، اویخای ادرعي، وايي، ''د پراخو هوايي بریدونو یوه څپه'' روانه ده.

    دغه بریدونه شاوخوا یو ساعت وروسته له هغې شوي چې (ای ډي ایف) د بیروت سویلي سیمو او لسګونو کلیو اوسېدونکو ته ''بېړنی خبرداری'' ورکړی و او له هغوی یې غوښتي وو چې سیمې پرېږدي. (ای ډي ایف) ویلي وو، د حزب‌ الله اړوند قومندانۍ مرکزونه او د وسلو زېرمتونونه په نښه کوي.

    په تازه خپرو شویو تصویرونو کې د بیروت د پاسه تور لوګی لیدل کېږي او د اې ایف پي خبري اژانس د ایران په پلازمینه تهران کې د زورورو چاودنو راپور ورکوي.

    له دې مخکې اسرائیل نن سهار اعلان وکړ چې په دواړو ښارونو کې په "پوځي اهدافو" نوي بریدونه پیلوي.

    بل لور حزب الله، چې د ایران ملاتړ لرونکې وسله واله ډله ده، وايي چې دوی ''د اسرائیلو د جنایتکارانه یرغل په ځواب کې چې لسګونه لبناني ښارونه او ښارګوټي یې په نښه کړي دي'' د اسرائیلو په دریو پوځي ځایونو بریدونه کړي دي.

    پر ټیلیګرام دریو جلا پوسټونو کې حزب الله وايي، دوی د ګولان په لوړو کې یې پر نافه اډه توغندیز او دغه راز د اسرائیل په شمال کې د میرون او رامات ډیویډ هوایی اډې ډرونونو سره په نښه کړې دي.

    د اسرائیلو پوځ په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.

    بیروت

    د عکس سرچینه، Reuters

    بیروت

    د عکس سرچینه، Reuters

  6. په بحرين کې د امریکا د هوايي اډې د قوماندې ودانۍ ویجاړه شوې

    له بحرين څخه راپورونه وايي، د ایران په یوه بريد کې دلته د امریکا د هوایي اډې د قوماندې مرکز ویجاړ شوی دی.

    هغه ويډيو چې د فارس خبري اژانس له خوا خپره شوې له اوږد واټنه د توغنديو له خوا د چاودنو شېبې په کې ليدل کېږي.

    په ویډيو کې ادعا شوې چې د ایران انقلابي ګارډ ډرون او توغنديو برید له امله د امریکا د قومندانۍ او کارکوونکو ودانۍ ویجاړې شوې او د تېلو ټانکو اور اخيستی دی.

    امریکا تراوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ويلي.

    تر دې وړاندې په بحرین کې د امریکا تر واک لاندې سمندري اډې څخه د لوګيو پورته کېدل ليدل شوي دي.

    د امریکا د بهرنيو چارو وزارت له امریکایي وګړو غوښتي چې په سملاسي توګه له بحرين او همدارنګه د منځني ختيځ له څو نورو هېوادونو ووځي.

  7. په منځني ختیځ کې د روانې شخړې له امله د تېلو او ګازو بيې لوړې شوې

    په نړيوال بازار کې د دوشنبې په ورځ د خامو تېلو بيه ۱.۹٪ لوړه شوې او ۷۹.۲۵ ډالرو ته رسېدلې ده. په همدې مهال د امریکا خامو تېلو بيه شاوخوا ۱.۵٪ لوړه شوې ده.

    د تېلو تر څنګ د طبیعي ګازو بیې هم وروسته له هغه لوړې شوې چې د قطر انرژۍ، چې د نړۍ په کچه د ګازو له لویو صادرونکو څخه دی، پر خپلو تاسیساتو له بریدونو وروسته تولید ودراوه.

  8. وروستی, په ریاض کې د امریکا پر سفارت ډرون برید شوی

    رياض

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د سعودي عرب دفاع وزارت تائید کړې چې د لومړنیو اټکلونو له مخې په ریاض کې د امریکا پر سفارت د دوو بې پیلوټه الوتکو برید شوی.

    په یوه اعلامیه کې چې پر اېکس شریک شوی، یاد وزارت ویلي، دې پېښه کې "محدودi اور لګېدنه او ودانۍ ته لږ مادي زیان اوښتی دی".

    په سعودي عرب کې د امریکا دیپلوماتیک ماموریت د جدې، ریاض او ظهران لپاره د سرپناه ځای خبرتیا خپره کړې، او ویلي یې دي چې دا به په سیمه کې هر ډول نظامي تاسیساتو ته نااړین سفر محدود کړي.

    د دې پېښې رپوټ د ریاض له ځايي وخت سره سم څه باندې درې بجې ورکړل شو.

  9. مارکو روبیو: زموږ موخه د ایران د بالستيک توغندیو له منځه وړل دي

    مارکو روبيو

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پر ایران د برید په اړه ویلي "زموږ موخه د دوی د بالیستیک توغندیو وړتیاوې له منځه وړل دي."

    له خبریالانو سره په خبرو کې، نوموړي وویل د امریکا هدف دا دی چې "د ایران د تولید وړتیا او همدارنګه هغه ګواښ چې د دوی سمندري ځواکونه یې د نړیوالو توکیو لېږد ته رسوي له منځه یوسو. دا هدف دی."

    نوموړي زیاته کړه، "... موږ هیله لرو چې د ایران خلک وکولی شي دا رژیم نسکور کړي او د خپل هیواد لپاره یو نوی راتلونکی جوړ کړي."

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وويل، "خو د دې ماموریت موخه د دوی د بالیستیک توغندیو وړتیاوې او د دوی سمندري وړتیاوې له منځه وړل دي".

  10. وروستی, اسرائيلو د ایران دولتۍ رسنۍ پر ودانۍ برید کړی

    د ایران دولتي رسنۍ (صدا و سیما) مشر پيمان جبلي وایي، په تهران کې د یادې رسنۍ پر دفتر برید شوی چې په ترڅ کې د ودانۍ ځينې داخلې برخې زيانمنې شوې دي.

    د اسرائیلو دفاعي ځواکونو هم پر اېکس خپاره کړي يوه پوسټ کې د ایران پر دولتي رسنۍ د برید پخلی کړی دی.

    د ایران په دولت پورې تړلې دغه رسنۍ باندې تېر کال هم د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د اسرائيلو له خوا برید شوی و.

    اسرائیلو له دې وړاندې پر ایران د تازه بریدونو د پیل خبر ورکړی و او له خلکو یې غوښتي وو چې د ایران دولتي رسنۍ له ودانۍ لرې ولاړ شي.

  11. د جګړې پر درېیمه ورځ د ایران د پلازمینې انځورونه

    پر ایران د اسرائیلو او امریکایانو بریدونه او په ځواب کې د ایران له خوا غچ اخیستونکي بریدونه په درېيمه ورځ هم روان وو.

    د بي بي سي فارسي لخوا ترلاسه شوي راپورونه وايي پر تهران د بریدونو، او د ښار له بېلابېلو برخو د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

    د قره ني، رسالت او مجیدیه سیمو د اوسېدونکو په وینا، دا ځايونه په نښه شوي او د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    د تهران د ځینو سیمو انځورونه لاندې چې په دې بریدونو کې په نښه شوې دي.

    پر ایران بریدونه

    د عکس سرچینه، EPA

    پر ایران بریدونه

    د عکس سرچینه، Reuters

    پر ایران بریدونه

    د عکس سرچینه، Reuters

    پر ایران بریدونه

    د عکس سرچینه، AFP

  12. وروستی, د امریکا پوځ د ایران په جګړه کې د شپږو امریکایي پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړی

    امریکا پوځيان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا مرکزي قومانده وايي د مارچ دویمې نېټې د ماسپښین تر ۴ بجو پورې، د ایران پر ضد عملیاتو کې د وژل شویو امریکایي پوځيانو شمېر شپږو ته رسېدلی دی.

    د امریکا مرکزي قوماندې ویلي، د ایران په لومړنیو بریدونو کې د وژل شویو دوو امریکایي پوځیانو جسدونه د سيمې په تاسیساتو کې موندل شوي دي.

    په همدې مهال امریکا ويلي چې په ایران کې، "ستر جنګي عملیات دوام لري."

    امریکا وايي، د وژل شویو کسانو پېژندګلوي به ۲۴ ساعته وروسته له هغه چې کورنۍ یې خبرې شي، په ډاګه کړل شي.

  13. د حزب الله له ګوتڅنډنې وروسته بیروت کې حالت ډارونکی دی, سمانتا ګرانویل بیروت کې د بی بي سي خبریاله

    لږه شېبه وړاندې د لبنان پلازمېنه بیروت کې چې په یوه وېروونکې چوپتیا کې ډوب و، خورا زورورې چاودنې واورېدل شوې.

    لږترلږه پنځه بوږنونکې چاودنې د ښار په تشو کوڅو کې اورېدل شوي.هره یوه یې دومره نږدې وه چې داسې احساس کېده لکه کټ مټ زموږ د سر د پاسه چې شوې وي. زما د اپارتمان کړکۍ د چاودنې له امله ولړزېدې.

    ملګرو او همکارانو په څو ثانیو کې پیغامونه راولېږل. موږ ټول په دې باوري وو چې بریدونه زموږ په ګاونډ کې شوي دي. ځایي رسنۍ وایي چې دغو چاودنو یو ځل بیا د ضاحیه سیمه په نښه کړې ده.

    په عادي ماښامونو کې بیروت د ترافیکو د هورنونو او د رستورانتونو د ګڼې ګوڼې په غږونو لړزېږي. خو نن شپه ډېر هغه رستورانتونه تړل شوي دي. کوڅې تر ډېره تشې دي. ښار په یوه ناارامه چوپتیا کې ډوب دی، چې له یو لوی عصري ښار ډېر د "ارواګانو ښار" ته ورته ښکاري.

  14. یوه ویډیو د سعودي د تېلو له دولتي چاڼخونې د لوګیو پورته کېدل ښيي

    هغه نوې ویډیو چې د رویټرز خبري اژانس لخوا تایید شوې، ښيي چې کارګران په سعودي عربستان کې د دولت اړوند د راس تنوره د تېلو له چاڼخونې د وتلو په حال کې دي.

    په دې ویډیو کې چې غږ یې نشته د چاڼخونې له بېلابېلو برخو لوخړې پورته کېږي.

    تر دې وړاندې، د دغه هېواد د انرژۍ وزارت د سعودي رسمي خبري اژانس له لارې یوه ویناپاڼه خپره کړې وه او ویلي یې وو چې په دغو تاسیساتو کې "محدوده اور لګېدنه" اوس کنټرول شوې ده.

    وزارت همدارنګه ویلي چې تصفیه خانې ته د هغو "دوه بې پیلوټه الوتکو" له پاتې شونو "لږ زیان" اوښتی چې د چاڼخونې په شاوخوا کې تر ویشتل کېدو وروسته راغورځېدلې وې.

  15. پر ایران د امریکا او اسرائيل د بریدونو درېیمه ورځ

  16. وروستی, د ایران تلویزیون د علي‌ خامنه‌يي د ښځې د مړینې خبر تایید کړ

    د ایران تلویزیون دویمې شبکې د علي خامنه‌يي د ښځې منصوره خجسته باقرزاده د مړینې خبر تایید کړ.

    د 'همشهري' ورځپاڼې د رپوټ له مخې هغه د امریکا او اسرائیل د لومړۍ ورځې بریدونو کې ټپي شوې او په "کوما" کې وه.

    تر دې ورمخکې د ایران د روحاني مشر د زوی مجتبی خامنه‌يي د ښځې زهرا حداد عادل، مجتبی مصباح یزدي، د هدی خامنه‌يي د ښځې او د لور له اړخه د خامنه‌يي د لمسۍ زهرا محمدي ګلپایګاني د مړینې خبر ورکړ شوی و.

  17. وروستی, علي لاریجاني: موږ ځانونه اوږدې جګړې ته چمتو کړي دي

    د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني وايي، هېواد یې د امریکا برعکس ځان اوږدې جګړې ته چمتو کړی دی.

    هغه پر اېکس خواله رسنۍ یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي، ایران په تېرو درې سوه کلونو کې هېڅ جګړه نه ده پیل کړې او دا چې د دغه هېواد "زړور وسله‌وال ځواکونه"‌ د ځان له دفاع پرته په بل هېڅ برید کې نه دي شریک شوي.

    دغه پیغام کې زیاته شوې: "موږ یې بیې ته له کتو پرته، په ځواکمنتیا سره د ځان او خپل ۶۰۰۰ کلن تمدن دفاع کوو او دښمن به پر خپله ناسمه محاسبه پښیمان کړو."

    تر دې ورمخکې د امریکا دفاع وزیر یوه خبري کنفرانس ته ویلي وو چې د ایران پر وړاندې به د امریکا پوځي عملیات پر "بې‌پایه جګړې" وانه‌وړي.

    هغه زیاته کړې وه د دوی موخه دا ده چې د ایران د توغندیو،‌ سمندري ځواکونو او نورې امنیتي زېربناوې لمنځه یوسي.

  18. وروستی, د امریکا پوځ د ایران بریدونو کې د خپل څلورم سرتېري مړینه هم تایید کړه

    د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) وايي، یو بل سرتېری یې هم چې د ایران بریدونو کې ټپي شوی و، مړ شوی دی.

    د امریکا پوځ تېره ورځ د ایران بریدونو کې د خپلو درېیو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي وو چې ۵ نور سخت ژوبل شوي دي.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ یکشنبه د درېیو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو له تایید وروسته وویل، خلک باید د نورو امریکايي سرتېرو احتمالي مرګژوبله ته هم چمتو اوسي.

    ایران هم د امریکا او اسرائيل د بریدونو ځواب کې په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو او متحدانو بریدونه جاري ساتلي.

    متحدو ایالتونو تر اوسه دا نه ده مشخصه کړې، دغو سرتېرو ته یې دقیقآ کله او کوم ځای مرګژوبله اوښتې.

  19. د امریکا پوځ وايي د کوېټ دفاعي سیستم یې په تېروتنې درې جټونه ایشتلي

    د ویډیو تشریح، کویټ کې د امریکا د یوه اېف-۱۵ جټ د راغورځېدو صحنه
  20. منځني ختیځ کې پراخه جګړه ونښته هغسې چې سیمه‌ییزو قدرتونو یې وېره لرله, هوګو بچېګا- بي بي سي

    پر ایران د امریکا او اسرائیلو ناڅاپي برید اوس په یوه پراخه شخړه بدل شوی دی. دا هغه وېره وه چې سیمه‌ییزو قدرتونو هغه مهال څرګنده کړه کله چې ولسمشر ټرمپ منځني ختیځ ته د خپلو جنګي بېړیو هغه ټولګه ولېږله چې هغه ورته د (ستر سمندري ځواک) نوم ورکړی و.

    ایران پر اسرائیلو او نورو هېوادونو په بریدونو سره غبرګون ښودلی دی. اوس لبنان هم دې جګړې ته ورښکېلېږي، ځکه حزب‌الله د خپل ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌اي د غچ اخیستو لپاره پر اسرائیلو راکټي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړي دي.

    د مخالفینو لپاره به د حزب‌الله دا کړنې بې‌باکانه وګڼل شي. ان دا احتمال هم شته چې ځینې پلویان یې هم پرې نیوکې وکړي، ځکه هغوی په هېواد کې دننه د لا زیاتې ګوښه کېدنې او ویجاړۍ وېره لري.

    اسرائیلو ویلي چې د دغې ډلې پر وړاندې یې "تعرضي" عملیات پیل کړي او خپلو وګړو ته یې خبرداری ورکړی چې "د ډېرو اوږدو جنګي ورځو لپاره چمتو اوسئ".

    له میاشتو راهیسې دا اټکلونه کېدل چې اسرائیل ښايي خپل بریدونه پراخ کړي، ځکه داسې ادعاوې وې چې ګواکې حزب‌الله د خپلو وړتیاوو د بیا رغولو هڅه کوي. داسې ښکاري چې اوس هغه وخت راغلی دی.

    خامنه‌اي نږدې څلور لسیزې د یو مستبد نظام مشري وکړه او ډېر خلک یې په مړینه خوښ دي. خو نه ټرمپ او نه هم نتنیاهو د دغو بریدونو لپاره کوم روښانه دلیل وړاندې کړی، ځکه د ایران لخوا کوم نږدې او سم لاسي ګواښ نه و څرګند شوی، او نه یې هم دا روښانه کړې چې دوی د څه ترلاسه کولو هڅه کوي.

    د ایران ستر مذهبي مشر د بریدونو په لومړۍ څپه کې ووژل شو

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، د دې کړکېچ د پراخېدو وېره له وړاندې وه.