د مځکې پر مخ دوزخ
د مځکې پر مخ دوزخ
غزه کې د اسرائيلو مځکنيو عملياتو له پيل راهيسې څه د پاسه سل اسرائيلي سرتېري وژل شوي دي. د حماس تر ادارې لاندې روغتيا وزارت بيا وايي، د هغو فلسطنیانو شمېر چې غزه کې وژل شوي نژدې ۱۸ زرو کسانو ته رسېدلی دی.
اسرائيلو پخوا دغه شمېرې رد کړې وې، خو ملګري ملتونه يې سمې بولي.
د فلسطينيو کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې مشر غزه کې حالت د مځکې پر مخ يوه دوزخ په څېر بللی دی.
پر همدې مهال ملګرو ملتونو کې ډيپلوماتان وايي عمومي اسامبلۍ ښايي سبا غزه کې د اوربند پر يوې بلې غوښتنې رایه ورکړي.



