په خیبر پښتونخوا کې د طبعي سرچينو په اړه له لیکوال شمس مومند سره مرکه
په خیبر پښتونخوا کې د طبعي سرچينو په اړه له لیکوال شمس مومند سره مرکه
په خیبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې د ګازو بحران مخ په زیاتېدو دی. کورنۍ د ګازو د اوږدمهاله نشتوالي سره مخامخ دي. خلک شکایت کوي چې د ژمي په موسم کې د ډوډۍ پخول او ګرم پاتې کېدل ورته ډېر ګران شوي.
په عین حال کې هغه صنعتونه چې په ګازو چلېږي، نشي کولی خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې خيبر پښتونخوا د ګاز، تېلو او برېښنا له پلوه ډېر شتمن ایالت یادېږي. موږ پرې ليکوال شمس مومند پوښتلی دی. ده د پاکستان او په ځانګړې توګه پښتونخوا کې پر طبعي منابعو او نورو سرچینو لیکل کړي دي.



